د کومندان خاشه مرګ او څو خبرې

زخمي افغان

کومندان خاشه د کندهار د اربکیانو له جملې یو مشهور اربکی و چې څو ورځې وړاندې د طالبانو لخوا ووژل شو. د طالبانو ویاند ویلي دا چې نوموړی د دوی یو مسلح دښمن و دوی یې د وژنې مسؤلیت په غاړه اخلي، اما دا چې ولې له نیول کیدو وروسته محاکمې ته نه دی وړاندې شوی په دې اړه به پوښتنه او پلټنه وکړي.

خو د خاشه له مرګ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د ارګ ویاندانو اوازه ګډه کړه چې طالبانو یو مشهور کمیډي هنرمند وژلی دی. د اطلاعات و فرهنګ وزارت د نوموړي مرګ د هیواد د ادب او فرهنګ لپاره لویه ضائعه وګڼله. له امر الله صالح ونیسه، تر کرزي، حنیف اتمر او نورو ډير مطرحو شخصیتونو د خاشه په مرګ خواشيني وښوده او هغه یې د هیواد فرهنګي صدمه وګڼله.

زه چې له طنزي ادبیاتو سره علاقه لرم او تر دې وړاندې مې د هیواد د څو تنو طنز پردازانو لکه کاتب پاڅون، ننګیار نااشنا، محمود نظري او نورو کتابونه کتلي، کله چې له دې خبر شوم چې خاشه یو طنزپرداز هنر مند و، د نوموړي د طنزي آثارو پلټنه مې شروع کړه. په انټرنټ کې له پلټنې وروسته د نوموړي هیڅ کتابي اثر په مخه رانغی. یوازې په یوټیوب کې یې ځینې ویډیوګانې په مخه راغلې.

په یوټیوب کې یو چینل دی چې عنوان یې دی( قومندان خاشه) له دې معلومیږي چې نوموړی یوازې اربکی نه، بلکې د اربکیانو قومندان و. په دې چینل کې چې د خاشه کومې ویډیوګانې دي، ټولې له ښکنځلو، مبتذلو خبرو، بې موډه خنداګانو، لټ په لټ اوښتلو او داسې سپکو او بې ننګه خبرو څخه ډکې دي چې یو باشرفه انسان یې د اوریدو تاب هم ونه لري.

مثلا خاشه قومندان یو ځای وایي، په کندهار کې د سپین سرو ( زړو ښځو)ګنج لګیدلی، که هر څوک له خپلې مور په تنګ وي، ورته را دې ولي. نوموړی وایي زه یو څه زړه خوږي لرم نو اتلس سپین سرو ته مې ضرورت دی(!)

بل ځای خاشه قومندان وایي که زه مړ شوم زیارت راباندې جوړ کړئ. که کوم سپي جنګ نه کاوه، یا ( حیا دې وي) کوم هلک رقص نه کوه، زما قبر ته یې راولئ او زما په قبر یې تاو راتاو کړئ.

له دې خبرو معلومیږي چې خاشه په عملي لحاظ سګباز ( سپي جنګوونکی) او بچه باز ( لواطت کار) هم پاته شوی دی.

خاشه په نورو ویډیوګانو کې هم ډيرې سپکې او پریوتې خبرې کړي دي. داسې ښکنځل بادوي چې ما په ژوند کې داسې سپک ښکنځل نه دي لیدلي. عجیبه لا دا چې ما د نوموړي شاوخوا پنځلس ویډیويي کلیپونه ولیدل. خو یوه مې هم په کې د سړیتوب خبره پیدا نه کړه، هنریت، فرهنګي والی او ادب خو ډیره بعیده خبره ده.

مګر له دې ټول سپکوالي سره سره دا چې د کابل ادارې چارواکو نوموړی یو هنرمند او فرهنګي شخصیت بولي. تر دې چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نوموړي د لمانځلو لپاره جلا مراسم جوړوي، د نوموړي انځور ته د احترام چوپتیا کوي او په ګلونو یې لمانځي. دغه ډول لمانځنې دوه خبرې په ډاګه کوي.

۱ــ یا خو د اشرف غني په مشرۍ د کابل ادارې چارواکي دومره د ذلیل او پست شخصیت خاوندان دي چې همدا د خاشه بې باکۍ د دوی د فرهنګ او ادب برخه ده. سګبازي، بچه بازي، ښکنځل او بې باکي دوی ته هنر او ثقافت ښکاري. که داسې وي، بیا خو نو پر ځای ده چې خاشه د دوی لپاره یو فرهنګی شخصیت و، نو په کار ده چې ماتم یې ولمانځي.

۲ــ دوهمه خبره دا چې د کابل اداره تر وروستي حده بې سوژې شوې، د سیاسي او پوځي ناکامیو نه وروسته د ویلو لپاره هیڅ نه لري. د تبلیغاتو میلیاردیز ماشین یې معطل ولاړ دی. کله په دروغو د طالبانو د تلفاتو خیالي ارقام بیانوي او کله په جعلي اعلامیو او کاذبو ادعاوو سره هڅه کوي، د خلکو اذهان دوکه کړي. په دغسې وضعیت کې به دوی خامخا له ( کاه نه کوه)  جوړوي او سګباز، چرسي لوچک اربکی به د هنري شخصیت په حیث  معرفي کوي تر څو یې طالبان په وژنه پړه ثابت کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button