کابل او کاپیسا کې دولتي عسکرو ملکي وګړو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه ور اړولي

عزم(پنجشنبه،۷زمری ۱۴۰۰):راپورونه وایي چې دولتي عسکرو د کابل ولایت په شکردره او د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې پر ولسي خلکو د شپنۍ چاپې او بمباري په ترڅ کې پراخ مالي او ځاني زیانونه ور اړولي دي.
خبرزیاتوي، تیره شپه د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ مربوطاتو کې د صفر ۱ قطعې ځواکونو د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې چې په ترڅ کې یې۲ تنه میرمنې او یو نارینه په شهادت رسولي او ۱۱ تنه ملکیان یې (چې ټول عام کلیوال وو) له ځان سره د بندیانو په توګه وړي دي.

سرچینې وایي چې د چاپې عسکرو دغه راز خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.
طالبانو پیښه بشري جنایت بللی او قربانیان یې ټول ملکیان بللي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره شپه دولتي الوتکو د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ پر بازار بمباري ترسره کړې، چې له امله یې لسګونه دوکانونه تخریب شوي او خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

دولتي عسکر داسې مهال دا جنایات ترسره کوي چې په همهاله توګه د ارګ چارواکو په طالبانو پسې د ملکیانو د ځورونې خولې پرانیستې او هغوی ملامتوي چې ګواکې ګڼ ملکي وګړي یې له تیغه تیر کړي؛ په داسې حال کې چې د خپل ادعا د ثبوت لپاره یې تر دې مهاله هیڅ شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button