طالبان وایي د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې یې لسګونه نقلیه وسائط او وسلې نیولي

عزم(پنجشنبه، ۷ زمری ۱۴۰۰): د نادعلي ولسوالۍ چې وړمه ورځ د طالبانو لاسته ولویدله پکې لسګونه نقلیه وسائط او وسلې د طالبانو لاسته لویدلي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په دې اړه ویلي چې د نادعلي په ولسوالۍ کې یې ۱۴ شو بلې، ۱۰ کاماز موټران ،۱۰ رینجران، یو لکسل یو فلډر ۷ څلور ټایره موټرسایکلان۵۶ کانټینران ۲۲۴ میله سپکه او درنه وسله ۱۰۰ میله نیمه تخریب شوې وسلې او بې شمیره مهمات لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې دولتي چارواکي تر اوسه د نادعلي د سقوط په اړه لا چوپ دي، خو ځایي سرچینې د ولسوالۍ د سقوط تر څنګ د امنیتي ځواکونو د درنې مرګ ژوبلې او د طالبانو لاسته د ګڼ شمیر وسائطو او وسلو د لویدلو خبر هم تاییدوي.

د یادونې وړ دی چې طالبانو په هلمند ولایت کې پراخ پرمختګونه کړي او ګڼې سیمې یې لاسته راوړي چې ځینې خلک دولتي چارواکي په فساد او جګړې نه کولو تورنوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: