غزل: بیا ناستې کوترې د زړې کلا په بام وي

خوب وینم، زخمونه مې جوړ شوي وي، ارام وي
زړه کې مې نور ختمه پاچاهي د انتقام وي

بیا ناستې کوترې د زړې کلا په بام وي
وړی یې ښکاري ځنې په خپلو پښو کې دام وي

ستوري او تیارې بیا ترانې د پسرلي وایي
دواړه په ډبره باندې ناست وو او ماښام وي

ډېر کلونه وروسته د کړکۍ اینه کې ځان ګورم
زړه کې ښه خوشحاله ومه ستا راباندې پام وي

لمر ته مې لاس نه رسي په سیورو کې پرېشانه وم
تا به درک کولی نه شم فکر به مې خام وي

دا ملنګ د کاڼو له بارانه سلامت ووت
خلک ورته هر ځای درېدلي لاس په نام وي

سترګو نه مې ستا په لټون والوزي د خوب مرغان
بې له تا دې یوه شېبه ارام په ما حرام وي

راغلم ستا د حسن په څراغ مې وزر وسېزه
ومې بښه، مانه به هېر شوی خپل مقام وي

راشه چې د زړونو ښایسته بابونه پرانېزو
څو به مو تر منځه تش د دوو سترګو سلام وې

ګل رحمان رحماني

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button