څوک مجردان دي، چې ودونه ورته وکړو؟

څوک مجردان دي، چې ودونه ورته وکړو؟
څوک بې کوره دي، چې کور ورته جوړ کړو؟
څوک پوروړي (قرضداره) دي، چې قرض یې خلاص کړو؟
څوک غواړي حج او عمرې ته لاړ شي، چې و یې لېږو؟

هو!
مسؤول به په کوڅو او واټونو گرځېده او دغه غږونه یې کول.
دا په کوم وخت کې؟
دا نه په معاصره زمانه کې، نه د اروپا د تمدن په عصر او نه په قطر او کویټ کې؛ بلکې دا د اموي خلیفه (عمر ثاني یا عمر بن عبدالعزیز رحمه الله) فرمان و چې تطبیق به شو.
د هغه وخت د مالیې وزارت مسؤولینو زکات راووړ، د ده مخې ته یې کېښود؛ هغه ورته وویل:
ورشئ دا مسحقو خلکو ته ورکړئ.
هغوی ځواب ورکړ: ستاسو په ټول حکومت کې مستحق بیخي څوک نه شته.

هغه غبرگه کړه:
په دې پیسو مجردانو ته واده وکړئ.
اسلامي لښکر اکمال کړئ.
د قرضدارو قرض خلاص کړئ.
د اهل کتابو(یهود او مسیحیان) قرض پرې کړئ.
عالمانو او استادانو ته یې ورکړئ.
او:
غنم واخلئ د غرونو په سرونو یې وشیندئ چې د مسلمانانو په خاوروه کې مرغان او الوتونکي هم وږي پاتې نه شي.

– [سیرت عمر بن عبدالعزیز، مخ : ۱۴۵ ]

دا به څوک ومني چې موږ له نن نه 1342 کاله مخکې د اسلام په خاوره کې مجردان نه درلودل او ان زموږ د خاورې مرغان هم ماړه وو!
هسې خو د “عمر ثاني” لقب نه و ورکول شوی.

تمیم تکل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: