له سي آی اې پاتې کېدونکې د مرګ ډلې کوم حالت کې دي؟

عبدالغني عاطف

تاسې به هم د ۰۱، ۰۲، ۰۳، کمپاین او دې ډول نورو هغو قطعو له نومونو سره اشنا یاست چې په ظاهره د ملي امنیت تر چوکاټ لاندې بلل کیږي. ”ظاهره“ مو ځکه وویل چې د دې ځانګړو قطعو د جوړولو د ابتکار کریډټ د امریکا د متحده ایالتونو استخباراتي ادارې سي آی اې ته ځي، او یوازې څو میاشتې مخکې یې لا هم اصل قومانده د امریکايي استخباراتو او ځانګړو ځواکونو په لاس کې وه. دا قطعې تر دې حده خپلسرې او د کابل حکومت د ځواکونو له چوکاټه وتلې وې چې حتی د ملي امنیت ریاست رییس به یې هم له کړنو ناخبر پاتې کېده. ګومان کیږي چې د ۲۰۱۹ز په سپټمبر میاشت کې د ملي امنیت ریاست له ریاسته د معصوم ستانکزي د استعفا لامل هم هغه چاپې وې چې د ده له ناخبرۍ پرته د هېواد په ختیځ کې دې قطعو وهلې وې او ملکي وګړو ته تلفات پکې اوښتي وو.

هسې خو د کابل حکومت اوسنی پوځ ټول تر ۲۰۰۱ز کال راوروسته د امریکا او ناټو په مستقیمه لاسوهنه، ملاتړ او سلا جوړ شوی دی، خو د دې ډول قطعو جوړولو ته ځکه د امریکايي استخباراتو ابتکار وایو چې د عام پوځ برخلاف یې له جوړښته بیا تر وروستیو میاشتو پورې اعلی قومانده پخپله د سي آی اې په لاس کې وه.

په دې لیکنه کې دا څېړو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د انخلاء د بشپړېدو پر مهال دا قطعې په کوم وضعیت کې دي او څه کوي.

له امریکا سره د تړاو د نښو ختمول:

اوس چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر، د سنټکام له وروستۍ خبرپاڼې سره سم، تر ۹۵٪ زیات بشپړ شوی دی، دې قطعو له امریکا سره د خپل تړاو (یا که سپینه ووایو د خپل اصلیت) پټولو ته کار ویلی دی. د خوست له کمپاین ځواکونو نیولې بیا د هېواد په ختیځ کې تر ۰۲ پورې ټولو قطعو له خپلو مرکزونو او جامو د هغو نښو لیرې کول پیل کړي چې له امریکا سره د دوی تړاو ثابتوي.

د زمري په ۷مه، ۰۲ قطعې، چې مرکز یې د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې دی او د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې فعالیت لري، د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت انځورونه خپاره کړل. انځورونه د معمول په څېر د دې قطعې د عسکرو وو، خو د پام وړ نقطه پکې دا وه چې په یوه تصویر کې د وینا د سټېج مخې ته په ولاړو بیرغونو کې د امریکا توغ د سټیکر په مټ پټ کړل شوی و. په یوه بل انځور کې به ښايي د قطعې د عامه اړیکو د څانګې پام هغو رسم شویو امریکايي بیرغونو ته نه و اوښتی چې پر دېوال او دریځ باندې رسم شوي وو.

د ۲۰۲۱ز کال په می میاشت کې لا هم د دې قطعې د ناستو په ځای کې د امریکا بیرغ ولاړ و، او عمومي افغان قومندان یې پر خپل یونیفورم د امریکا او افغانستان دواړو بیرغونو ګډ بېج لګولی و.

د دواړو بیرغونو د بېج استعمال د هغو قطعو په لیکو کې د معمول کار دی چې سي آی اې جوړې کړې دي. د ساري په ډول، د خوست د کمپاین ځواکونو د عمومي قومندان او نورو لوړپوړو چارواکو پر یونیفورمونو هم یوې خوا ته د افغانستان او بلې خوا ته د امریکا بیرغ لګېدلی و، او په منځ کې یې د دوی نوم ورباندې لیکل شوی و. د امریکا او افغانستان د دواړو بیرغونو ګډ بېج د مشارکت علامه ده، او ښيي چې دا قطعې، د ملي امنیت د اوسني رییس په خپلو الفاظو، ”ګډه پروژه“ ده.

د سي آی اې د مستقیمې قوماندې او ملاتړ پورته کېدل:

په تېره اپرېل میاشت کې امریکايي رسنیو خبر ورکړ چې د سي آی اې مشر، ویلیام برنس، په پټ سفر افغانستان ته تللی، او د کابل حکومت له چارواکو سره یې ملي امنیت ریاست ته د هغو قطعو د واک سپارلو په اړه بحثونه کړي چې د سي آی اې لخوا چلول کېدې.

د دې خبرونو تر خپرېدو وروسته، د کابل حکومت د ملي امنیت ریاست رییس، احمد ضیاء سراج، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د سي آی اې لخوا د کنټرولېدونکو ځانګړو قطعو واک له مخکې لا ملي امنیت ته سپارل شوی و. سراج اعتراف وکړ چې د دې قطعو جوړېدل له اول سره ”ګډه پروژه“ وه او د امریکا او ملي امنیت ریاست تر ګډې سرپرستۍ لاندې یې فعالیت کاوه. د قطعو د واک ترلاسه کولو خبره کول، پخپله د ښاغلي سراج د وینا دویمه برخه (د CIA او NDS تر سرپرستۍ لاندې فعالیت) ردوي، او ښيي چې له ملي امنیت سره د دې قطعو تړاو تش په نامه و.

که څه هم هغه وخت سراج ادعا وکړه چې د ټولو ځانګړو قطعو واک دوی ته سپارل شوی، خو په آزاد شکل د دې ادعا تایید یې لا نه دی شوی.

دا چې دا قطعې د امریکايي استخباراتو لپاره د پراکسي (یا نیابتي جګړه مارانو) حیثیت لري او د خپلې روزنې او مجهزو وسایلو له برکته د کابل حکومت د نورو ځواکونو په نسبت د امریکا د ګټو په ساتلو کې اغېزناک رول لوبولای شي، نو که څه هم، د ملي امنیت د رییس د ادعا مطابق، واک یې افغانانو ته سپارل شوی وي، مطلب به یې دا نه وي چې سي آی اې په بشپړ ډول لاس ترې اخیستی دی. (امریکا حتی د کابل حکومت د هغو عامو عسکرو له تمویل او تجهیزه هم لاس نه اخلي چې په یوه میاشت کې د زرګونو په تعداد طالبانو ته تسلیم شول، نو له دې قطعو د لاس اخیستلو احتمال خو یې بیخي کم دی).

اوسمهال به له دې قطعو سره د عملیاتو پر مهال ځانګړي امریکايي ځواکونه او سلاکاران موجود نه وي، خو د دې مطلب دا نه دی چې په مراکزو کې به یې هم امریکايي سلاکاران نه وي، او یا به له لیرې د خپلو بهرنیو استخباراتي سلاکارانو مشورې نه اخلي. له افغانستانه تر وتلو وروسته به هم سي آی اې د خپلو اهدافو د مخته وړلو لپاره په یوه او بله بڼه د داسې قطعو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د قطعو د قومندانانو او عسکرو افشا کېدل:

سي آی اې او ملي امنیت ریاست تر خپله وسه هڅه کوي چې د دې قطعو د قومندانانو او عسکرو هویت پټ وساتي – خو اوس ښکاري چې په دې هڅو کې ناکام شوي دي. د دې قطعو د قومندانانو او عسکرو د افشا کېدو عمده لامل د قطعو د غړو لخوا د خواله رسنیو استعمال دی.

په تېره اپرېل میاشت کې د کابل حکومت د ملي امنیت ریاست رییس او د املي امنیت سلاکار د ۰۳ قطعې له قوماندانۍ، چې په کندهار ښار کې ده، لیدنه وکړه. په هغو انځورونو کې چې د حکومت له رسمي ادرسونو خپاره شول د قطعې د تازه ټاکل شوي قوماندان او پرسونل مخونه خپ کړل شوي وو. اما په وروسته ورځو کې د دې قطعې د غړو او رسمي صفحې لخوا د قطعې د برحاله قومندان، محمد اقبال مخلص، واضح انځورونه په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي. د دې ځانګړو قطعو زیات شمېر غړي په فېسبوک کې حسابونه لري، او خپل انځورونه ورپورته کوي – چې بیا یې بیه هم پرې کړې ده. طالبانو د دې ځانګړو قطعو لسګونه عسکر په چریکي بریدونو کې له منځه وړي دي.

د قطعو د قوماندانو، لوړپوړو افسرانو او پرسونل د هویتونو افشا کېدل کابل حکومت ته په سرخوږي بدل شوی دی. په ځینو مواردو کې – لکه د ننګرهار ۰۲ قطعه او د خوست کمپاین ځواک، چې ځان د خوست ولایتي قواوې بولي – پخپله د کابل حکومت او دې قواوو رسمي چېنلونو د دې قطعو د قومندانانو او عسکرو هویتونه افشا کړي دي.

 د ۲۰۲۱ په اپرېل میاشت کې د ۰۲ قطعې له قوماندانۍ د لیدنې انځورونه ملي امنیت شورا له ایډیټ پرته خپاره کړل، چې د قطعې د قومندان، پیر محمد امین، څېره واضحه پکې ښکارېده، او په پوسټ کې یې نوم هم ذکر شوی و. تر دې انځورونو مخکې خواله رسنیو ته یوازې د قطعې د قومندان نوم راوتلی و. د ۰۲ قطعې د مرستیال، ډګروال عید محمد مبارز، انځور تر جولای میاشت مخکې رسنیو ته نه و راوتلی، خو کله چې په دې میاشت کې اشرف غني ننګرهار ته په سفر ولاړ، نو د نورو چارواکو ترڅنګ د قطعې مرستیال هم استقبالیه وینا ورته وکړه، او د وینا ویډیو یې پخپله د ۰۲ قطعې له فېسبوکپاڼې خپره شوه.

د کونړ د ۰۴ څلور قطعې د قومندان، عزت الله متقي، انځور او هویت هم د رسنیو له لارې معلوم کړل شوی دی.

د خوست د کمپاین د بدنامه ځواکونو د وروستیو څو مشرانو هویت له ټاکل کېدو سره سم رسنیو ته راوتلی دی. روانه میاشت د دې ځواکونو قومندان، سخي جان خاورې، له دې امله له خپله پوسټه ځان لیرې کړ چې امریکا ته د نظامي زده کړو لپاره روان و. پرځای یې حیات الله هلال د دې قوې د قومندان په حیث وټاکل شو. دا خبر پخپله د کمپاین ځواکونو پر فېسبوکپاڼه باندې نشر شو.

په دې ځانګړو قواوو کې یوازې ۰۱ هغه قطعه ده چې تر دې دمه یې د عمومي قوماندان په اړه معلومات په خواله رسنیو کې نه دي خپاره شوي.

که څه هم ملي امنیت او پخپله دا قطعې د خپل پرسونل د هویتونو د پټ ساتلو هڅه تر خپله وسه کوي، خو د غړو لخوا به یې د خواله رسنیو زیات استعمال او د حکومتي مطبوعاتي چېنلونو نه همغږي دا هڅې ۱۰۰٪ بریا ته پرېنږدي.

د مؤثریت کمېدل:

د ۰۱، ۰۲، ۰۳ او کمپاین ځواکونو بنسټ د طالبانو د مشرانو له منځه وړلو په موخه ایښودل شوی و. د ۲۰۲۰ز کال په فبروري میاشت کې له طالبانو سره د امریکا تر هوکړې مخکې همدا قطعې وې چې له ځانګړو امریکايي ځواکونو سره یوځای به یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې چاپې وهلې. اما د طالبانو او امریکا تر هوکړې وروسته چې چاپې تر ډېره حده ودرېدې، د دې ځواکونو د عملیاتو بڼه هم بدله شوه. دمګړۍ دا قطعې د کابل حکومت د نورو ځواکونو د حمایه کوونکو حیثیت لري. د ساري په ډول، ۰۲ او ۰۳ د خپل فعالیت په ساحه کې اوس د کابل حکومت د نورو ځواکونو سره څنګ په څنګ جګړه کوي، او هغو سیمو ته لېږل کیږي چیرې چې حکومتي ځواکونه د طالبانو تر سخت فشار لاندې وي. خو په حمایوي عملیاتو کې یې اغېز د چاپو په نسبت زیات نه دی.

که د کندهار ۰۳ قطعه راواخلو، نو اوس د نورو مرګ ډلو په څېر دې ځواک هم حمایوي عملیات پیل کړي دي. سره له دې چې د دې قطعې پرسونل د کندهار تقریبًا په هره ستره جګړه کې کارېدلي، خو بیا هم نن وینو چې طالبان د ولایت د ولسوالیو او د سپین بولدک د مهمې تجارتي لارې تر نیولو وروسته اوس د ښار په حوزو کې دننه له دوی سره په جګړه دي.

د نورو قطعو په نسبت، ۰۲ قطعه په ختیځو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ) کې زیاته فعاله ده، او په یوه وخت کې یې پرسونل څو ځایه په جګړه اخته وي. له خپل اصلي مقر ننګرهار پرته، چیرې چې دې قطعې تر یوه حده پرمختګونه درلودلي، په نورو ولایتونو کې یې اغېز کم دی. د ساري په ډول، د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ د وروستۍ جګړې پر مهال د قطعې پرسونل له غروره په ډک انداز ویل چې دوی به د علیشنګ ترڅنګ د لغمان نورې سیمې هم تصفیه کړي. اما یوازې یوه ورځ وروسته، د ۰۲ په شمول ټول امنیتي ځواکونه له دې جګړې پر شا شول. د علیشنګ مرکز او نور دولتي تاسیسات اوس هم د طالبانو په لاس کې دي.

د ۰۲ قطعې یو کاروان

مخکې به له دې ځواکونو سره د امریکا هوايي ملاتړ مل و، خو د طالبانو-امریکا تر هوکړې وروسته یې دا ګټه له لاسه ورکړې ده. هوايي ملاتړ له طالبانو سره په جنګ کې د کابل حکومت ځواکونو د برلاسه کېدو یو عمده لامل بلل کیږي. د امریکا د هوايي ملاتړ ختمېدو چې څومره د کابل حکومت د امنیتي ځواکونو پر نورو برخو منفي اغېز کړی، هغومره یې پر دې ځانګړو قطعو باندې هم کړی دی. د کابل حکومت د هوايي ځواکونو کمزوري حالت، د دې قطعو تر حد زیات استعمال او د امکاناتو د کمېدو احتمال ته په کتلو یې فکر کیږي چې د وخت په تېرېدو سره به یې مؤثریت نور هم کم شي، او پر دې قطعو د سي آی اې د سلګونو میلیونو ډالرو لګېدلې پانګه به له خطر سره مخ شي.

پای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: