د اوقافو وزیر دې دار التأدیب ته ولیږل شي!

حبیب مجاهد

وایي چې څرنګه غر، دغسې یې کربوړی. څرنګه چې د اشرف غني کاواکه اداره له هرې خوا بې توله، بې ډوله او بې وړه ده، همدغسې یې وزیران هم د وخت هغه عجائب دي، چې ښایي د افغانستان د سیاست مرکز ( کابل) به یې پخوا مثال نه وي لیدلی.

د اشرف غني د ګڼ شمیر وزیرانو له جملې یو هم د قاسم حلیمي په نوم د حج او اوقافو وزیر دی. پخوا ویل کیدل چې د مصر له جامع ازهر نه یې د دیني علومو سند اخیستی. خو دا څه موده چې د نوموړي له ښکنځلو، پوچ او فاش ډک تقریرونه خپریږي، نو له خلکو سره دوه شکونه پیدا شوي. یو دا چې یا خو د مصر په الازهر کې خلکو ته تعلیم ورکول کیږي، مګر تربیه نه ورکول کیږي. او دوهم دا چې نوموړي د ازهر مخ هم نه دی لیدلی بلکې په مصر کې یې د سي آی اې په کوم کورس کې حاضري لګولې او د امر الله صالح غوندې د لانګلي له فیوضاتو(!) برخمن دی.

په هر حال؛ د اوقافو وزیر حلیمي چې د خطابې میز ته پورته شي، نو لکه د یاماها موټر سایکل غوږ چې پرې تاو کړې، سمدستي موشم واخلي، غږ یې لوړ شي، لاسونه نیغ نیغ غورځوي، له خولې یې ځګاړې بادیږي، ښکنځلو ته مخه کړي، د لعنتونو باران پیل کړي، خبیث، رزیل، منافق،ملعون، کافر او دغسې القاب لور د لوره بادوي. سړی داسې په جذباتو کې وي چې کله خو یې د ښکنځلو په منځ کې ټوخی واخلي، ښکنځلې یې په ستوني کې بندي شي. بیا ورپسې د اوبو غوړپ وکړي. او چې ساه واخلي نو بیا ښکنځلو ته اړم ته شي.

د کابل تخت په تیر څلویښت کلن انقلاب کې ډول ډول سیاستوال لیدلي دي. له سردار داود خان نه راونیسه، بیا تر نور محمد ترکي، امین، کارمل، نجیب او بالاخره کرزي او اشرف غني پورې. په دې موده کې ډیر انقلابونه هم راغلل او لاړل. ډول ډول افکار او ایډیالوژۍ حاکمې او محکومې شوې. هر حکومت قسماقسم وزیران او چارواکي درلودل. مثلا کمونیستان که هر څومره احمقان او جذباتیان و، مګر هغوی هم د دغسې ښکنځلمار او ځګاړن ویناوال له نیستۍ سره مخامخ و. کمونیستانو به خپل دښمنان مرتجعین، اشرار، او عقبګرا بلل، اما رذیل، خبیث، ملعون او کافر یې ورته نه ویل.

اما د اوقافو ځګاړن سم ته وا د لعنتونو ماشین دی. څو ورځې وړاندې یې په جهاد او اسلام هم لعنت ویلی و او نن یې د هرات ولایت په یوه لوی دیني عالم او نیک نام خطیب مولانا انصاري باندې د لعنتونو باړ وچلاوه.

دغه غبي الزمان په ټول ازهر کې دا هم نه دي زده کړي، چې پر مسلمان لعنت ویل څومره لویه ګناه ده، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د مسلمان له قتل سره برابر بولي. نوموړي هغه احادیث هم نه دي لیدلي چې مسلمانان په سختو الفاظو له لعنت څخه منع کوي. ماته ښکاري له نوموړي د ازهر سبقونه ډیر قضاء شوي او ډير وختونه یې د مصر اسکندریې او عجیبه په بیچونو ( سمندغاړو) کې په رغړېدا تیر کړي.

د اشرف غني اداره که د خپل حیثیت په غم کې وي، نو د هرات او لښکرګاه له دفاع وړاندې اول کار چې باید ویي کړي، هغه دا چې خپل د اوقافو وزیر دې وتړي. نوموړی دې د پل سوخته د نشه یانو غوندې زولانه کړي، سر دې وروخریې او بیا دې د نشه یانو او بې تربیې ځوانانو د پالنې ځای دار التأدیب ته داخل کړي. نوموړی یقینا تربیې ته ضرورت لري. اول باید د خبرو اداب، د مجلس اداب او له دوست او دشمن سره د برخورد آداب وروښودل شي. او که همداسې د اوقافو د وزارت له سټیج څخه ښنکنځلې کوي، نو د ارګ د حیثیت د بادولو لپاره همدا ښاخۍ هم کفایت کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button