میدان وردګ: طالبانو په مرکز میدان ښار کې یوه پوسته نیولې

عزم(یکشنبه، ۱۰ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبانو نن سهار د میدان وردګ ولایت په مرکز کې یوه پوسته نیولې، چې له امله یې ۶ تنه عسکر هم وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نیول شوې پوسته د ولایت مقام ته نږدې وه، چې یو ټانګ او ۷ میله وسله هم ترې راوړل شوې ده.

«نن سهار د میدان وردګ ولایت مرکز فامیلیو سیمه کې د ولایت مقام ته نژدې د مزدور دښمن دفاعي پوسته و نیول شوه.

۶ تنه عسکر و وژل شول، یو ټانګ، ۷ میله وسله او ډير مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

په نښتو کې ۲ تنه مجاهدین شهیدان او ۳ نور ژوبل شول.»

په میدان ښار کې طالبان داسې مهال یوه پوسته سقوط کوي، چې اوسمهال طالبان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د پرمختګونو په حال کې دي او ۹ حوزه یې هم تر خپل واک لاندې راوستې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button