هلمند: د اوومې او نهمې حوزې ترسقوط وروسته؛ طالبانو د لښکرګاه ښار له دولتي ملیشو تر ډیره تصفیه کړی

عزم(یکشنبه،۱۰زمری ۱۴۰۰):راپورونه وایی چې طالبانو نن د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د پام وړ پرمختګونه کړي او د ښار ډیره برخه یې له دولت پلوو ملیشو پاکه کړې ده .
نن سهار طالبانو د نهمې حوزې د نیولو خبر ورکړ ،چې په تعقیب یې د ښار اوومه حوزه او د صافیانو شنه په نوم مهم کنډک هم لاس ته ولویده.
طالبانو یاده سیمه کې ګڼې امنیتي پوستې نیولې او د ښار د لویې برخې ولکه یې په لاس کې اخیستې ده.
طالبانو دغه راز د لښکرګاه ښار دمیدان هوایی مخته د ګډو ځواکونو یو مرکز هم نیولی او دمیدان پر عمومي سړک د منار چوک پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

که څه هم د هلمند د ولایتي شورا رئیس “عطاؤالله افغان» د دولتي عسکرو له پرمختګ او پر طالبانو یې له خونړیو بمباریو خبر ورکړی ،خو ویل کیږي چې نن سهار د طالبانو تر پرمختګ وروسته ،هغه هم له خپلو ملګرو سره یوځای له ښاره وتلی دی.

سرچینې وایي ،طالبانو د ځمکې له لارې ټولې دولتي ودانۍ کلابند کړې او له هوا څخه یې هم تعقیبیدونکو بې پیلوټه الوتکو د دولتي چارواکو او عسکرو څار او کنترول پیل کړی دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: