کابل کې د پکتیکا د امنیه قومندانۍ مرستیال و وژل شو

عزم(یکشنبه، ۹ زمری ۱۴۰۰): نن له غرمې وروسته د کابل ښار دولسمې امنیتي حوزې اړوند د ملي امنیت ښارګوټي پنځمه کوڅه کې د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال و وژل شو.

ویل کیږي چې نوموړی په خپل ټوډي موټر کې د دوه تنو نامعلومو وسله والو له لوري و وژل شو چې له برید وروسته حمله کوونکي په تیښته بریالي شوي دي.

پولیس وایي د برید کوونکو پسې تعقیبي عملیات شروع شوي خو لا یې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې کابل ښار کې یو ځل بیا هدفي وژنو زور اخیستی او لوړپوړي چارواکي په نښه کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: