هلمند:له لښکرګاه څخه ګڼ چارواکي په پوځي چورلکو کې وتلي

عزم(دوشنبه،۱۱زمری ۱۴۰۰):راپورونه وایي چې تیره شپه د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه ګڼ ولایتي مسؤلین او پوځي چارواکي د پوځي چورلکو په مټ ایستل شوي دي..
ویل کیږي چې تیره شپه تر یوې سختې جګړې وروسته ، هوایي ډګر کې څو ځله الوتکو او چورلکو ناسته کړې او انتظار شوي چارواکي یې انتقال کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه دولتي چارواکو مرکز لښکرګاه ته د ګڼو کمانډویانو د ورلیږلو خبر هم ورکړی وه .
راپورونه وایي چې په همدې مهال د لومړۍ امنیتي حوزې قوماندان هم طالبانو ته تسلیم شوی وه.
ویل کیږي چې دا مهال د امنیې قومانداني ،لومړۍ او دوهمه امنیتي حوزه تر سختې محاصرې لاندې دي او طالبان په پرلپسې توګه هڅه کوي ،دولتي عسکر له کومې مقاومت پرته ورسره یوځای شي ،څو جګړې ته اړتیا پیښه نه شي او تأسیسات او عامه شتمنۍ تخریب نه شي.
ځایي خلک وایي چې طالبان د ښار په ټولو نیول شویو سیمو کې قرار لري او خلکو ته یې د امنیتي خوندیتابه بشپړ ډاډ ورکړی دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button