اسلامي امت ولې وروسته پاتې شو؟

عبدالجبار وحدت

مخاطب مې هیڅ ځانګړی فرد، ګوند او یا قوم نه دی خطاب مې درست اسلامي امت ته دی.

دا چې د رسول الله (ص) او د هغه د مبارکو صحابه کرامو سپېڅلی دور د اسلام او مسلمانانو د برم، وقار او عزت دور و، علتونه يې تر لمر هم لازیات روښانه دي چې تر ډېره بریده یې ستر راز په اتحاد او د ټولو الهي احکامو په درست تطبیق او سرښندنو کې و، له هغه وروسته د خلفا راشدینو، تبع تابعینو، سلف صالحینو دورې وې چې تر ډېره حده ښې او د قوت دورې ورته ویلای شو، اما له هغه را وروسته اسلامي رژیمونه یو په بل پسې ونړېدل، مسلمانان د(تور، سپین، قوم، ژبې، عرب، عجم ،تند لاري، منځلاري…) تر عنوان لاندې په شعوري او غیر شعوري ډول تجزیه شول، چې زموږ د بدبختیو او نزول پیلامه له همدې ځایه وشوه، د مسلمانانو ترمنځ فاصلې خورا زیاتې شوې چې بالاخره د نفت لرونکي هیوادونه ( OPEC) سازمان غړي هیوادونه دومره د غرب تابع شول چې د اکثریت اسلامي ممالکو( افغانستان، عراق، فلسطین، سوریه…) په اشغال کې مستقیماً د دوی نفتي منابع او پطرو ډالر کارول کېدل او دا هرڅه زموږ د بې اتفاقۍ، بې علمۍ او کم تحلیل په نتیجه کې وو.

اتفاق زموږ د کامیابۍ هغه ستر برج و چې د درستې نړۍ سترګه ورڅخه سوځېدله، اما دا برج موږ په خپله ونړاوه.
د اسلافو کړنې مو هغه څه وې چې موږ یې د بریا تر ستر څلي حتماً رسولی شوای، اما موږ پرې وشرمېدلو او د دوی کړنې مو د ځان لپاره د شرم وړ او افکار، طرحې مو اکسپایر وبللې.

د منابعو څخه درسته استفاده هغه څه وو چې موږ یې په اقتصادي لحاظ د ټول عمر لپاره له غربي نړۍ څخه مستغني کولی شوی، اما په غیر شعوري ډول مو له زرو مالامال وطن د غربي داړه ماران او افغاني خاینانو په لاس کې ورکړ.

اسلام او سیاست بیلول بله هغه ستره ویکټه وه چې موږ له لاسه ورکړه، له کومې ورځ چې د دې دواړو په منځ کې درز پیدا شوی موږ د ښې ورځې څښتنان شوي نه یو.

په ټوله کې زموږ د وروسته پاتې کېدو لاملونه په لاندې ډول دي:

1. د الهي ارشاداتو څخه مخ اړول
2. اقتصادي کمزورتياوې او ولي په اقتصادي لحاظ هرچاته محتاج يو
3. بيل بيل ګوندونه او بيلي بيلي ډلي ( د ګوندونو کثرت)
4. په اسلام کې تحريف او تاويل
5. مشر په کشر او کشر په مشر پسې خندل
6. د منظمې رهبرۍ نه موجوديت
7. د اتحاد نه شتون
8. د اساسي مشکل د تششخيص او درک نه شتون
9. د خپلواکۍ نه موجوديت
10. په شعوري يا غير شعوري ډول د نورو اهدافو لپاره کار کول
11. د اسلامي ممالکو ترمنځ تپل شوي سرحدات او کرښې
12. کمزوری اقتصاد
13. ګډوډ او ژر- ژر بدليدونکي رژیمونه
14. د اسلامي هيوادونو خپل منځي سستي او ترينګلې اړيکې
15. د خپل او سالم، کامل نصاب نشتون
16. کمزوري، غلط او ځپونکی سياست
17. له پرديو پاتې شوني حاکم رژيمونه
18. د خپل ماضي څخه ناخبري او له هغه څخه د عبرت نه اخيستل
19. د پوهې او نظرياتو د مديريت نه شتون
20. د علماوو ترمنځ د توافق نشتون
21. کمزوری داخلي سياست
22. کمزوری خارجي سياست
23. د عايد غير عادلانه ويش
24. د مسلمانانو څخه کاملاً د صلاحيت او حساب د قوې اخيستل
25. دين له سياست څخه بيلول
26. غير مسلکيت او کار اهل کار ته نه سپارل
27. د منظم انتخاباتي نظام نه شتون
28. د سياسي او ديني علومو د زده کړيالو ترمنځ پراخ اختلافات
29. متضاد اهداف
30. دايمي فقر
31. د يوه قوي نظام د ارادې نه موجوديت
32. د پوهانو د افکارو ترمنځ عدم توافق
33. په ګاونډيانو کې د صداقت نشتون
34. د قوي عزم نه شتون او د نهيلۍ حاکميت
35. د پوهي، علمي هستيو او کدرونو کمښت
36. يو بل نه زغمل
37. د علمي هستيو کمښت او فرار
38. د علمي او سياسي شعور کمښت
39. ژور قومي تعصبات
40. د نظامونو د بديل نه لرل
41. هرڅه له صفره پیلول
42. کمزورې رهبري، د واحد قیادت نشتون، ځوانانو فکري اړخ ته نه متوجه کېدل، فکري او مطبوعاتي ډګر ته د توجه نه کېدل مو د وروسته پاتې والي ستر او د قوې ترین لاملونه دي.

پدې هيله چې ځوان کادرونه مو دې ټکو ته متوجه شي.

د یوه وا حد اسلامي قیادت په هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: