د نړۍ بې اعتباره او باوري پاسپورټونه وپېژنئ


عزم (سه شنبه، ۱۲زمري ۱۴۰۰): اوریدلي به مو ويچې ځینې وګړي په څو هېوادونو کې پرته له ویزې ګرځي، پوهېږئ ولې؟
که ځواب مو نه وي، باید پوه شئ چې ځینې هېوادونو ډېر طاقتور او پیاوړي پاسپورټونه لري، چې لامل یې د هغه هېواد ښه حکومتولي، امنیت، پوهه، عدالت او ځينې نورې نقطې دي.
اوس به د نړۍ تر ټولو بې اعتباره او باوري پاسپورټونه در وپېژنو، چې کوم، کوم هېوادونه یې لري؟!
که چیرې د نړۍ د باوري پاسپورټ خبره وکړو، نو جاپان هغه هېواد دی چې تر ټولو مظبوط پاسپورټ لري او وګړيو یې کولی شول له کرونا وړاندې شاوخوا ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي او یا هم په بل هېواد کې له داخلېدلو سره سم ویزه ورکول کیږي؛ خو اوس دغه شمېره د بندیزونو له امله ۸۰ هېوادونو ته را رسېدلې ده.
له جاپان وروسته له سنګاپور دی، چې له کرونا وړاندې یې اتباعو ۱۹۲ هېوادونو ته سفر کولی شو. د جنوبي کوریا او جرمني وګړیو ۱۹۱، د اټالیا، فنلېنډ، هسپانیا او لګسمبرګ هېوادونو خلکو بېا ۱۹۰ هېوادونو ته سفر کولی شو.
د اعتبار لرونکو پاسپورټونو په لړلیک کې ډنمارک او اسټریا ۵ مقام لري او سویډن، فرانس، پرتګال، نیدرلینډ او ایرلنډ په ۶ ځای کې هغه هېوادونه دي چې خلک یې ۱۸۸ هېوادونو ته په اسانه سفر کولی شي.
د دې ترڅنګ د سویزرلینډ، امریکا، انګلستان، ناروې، بیلجیم او نیوزلینډ خلک بېا ۷ مقام لري.
له دوی وروسته یونان، چیک او مالټا هېوادونه دي.
اسټرالیاوي او کاناډايي وګړي ۱۸۵ هېوادونو ته سفر کولی شي او د هنګري هېواد د پاسپورټ له مخې ۱۰ باوري هېواد دی.
د پاسپورټونو د اعتبار له مخې متحده اماراتو ډېره ترقي کړې. یاد هېواد چې مخکې یې ۶۵ مقام درلود اوس د نړۍ ۱۵ باوري پاسپورټ لري.
که د بې اعتباره پاسپورټونو لرونکو هېوادونو په اړه غږیږو. نو افغانستان او عراق هغه دوه هېوادونه دي چې لومړي سر کې ځای لري او یو په بل پسې دي او وګړي یې یوازې له ۲۶ تر ۲۸ هېوادونو پورې اسانه تګ راتګ کولی شي.
شام د نړۍ ۳ بې اعتباره او پاکستان ۴ بې باوره پاسپورټونه لري.
یمن، صومالیا، فلسطین، نیپال، شمالي کوریا او لیبیا یو په بل پسې تر لسم مقامه ځای لري.
د دغو هېوادونو د بې پاسپورټونو درلودلو لامل په یادو هېوادونو کې نا امني، فساد او سختې جګړې بلل کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button