د کندز بالاحصار هم د طالبانو لاسته ولوید

عزم(یکشنبه، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): طالبان وایي د کندز ولایت مرکز کې یې نور پرمختګونه هم کړي، د بالا حصار مهمه سیمه او د ملي امنیت څارنوالۍ یې نیولي دي.

طالبانو ادعا کړې چې چارواکي د تلفاتو په لیدلو په شا شوي، ګڼې وسلې، مهمات او نقلیه وسائط د دوی لاسته لویدلي دي.

د طالبانو له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوس مهال د ولایت ودانۍ او امنیه قومندانۍ تر محاصره او بریدونو لاندې دي.

دا په داسې حال کې دی چې سهار د کندز محبس هم مات شو او تر درې سوه پورې تول زندانیان یې خوشې شول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button