ولایتي شورا: سرپل د طالبانو لاسته لویدلی

عزم(یکشنبه، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): د سرپل ولایتي شورا مني چې نن سهار ناوخته دغه ولایت د طالبانو لاسته لویدلی او حکومتي ځواکونه له ښار دوه کیلومتره لرې د ملي اردو کنډک ته تللي دي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو هم منلې چې دغه ولایت یې لاسته لویدلی دی.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې څو شیبې وړاندې یې د سرپل ولایت مرکز نیولی.

احمدي ویلي چې اوله حوزه، مرکزي چوک، محبس، قومندانۍ او ټول حکومتي ریاستونه یې نیولي، دولتي ځواکونو پس. تعقیبي عملیات روان دي.

نوموړي زیاته کړې چې ۱۰ ټانکونه او ۱۵ رینجر موټر یې له ډیرو وسلو او مهماتو سره تر لاس لاندې راغلي دي.

د سربل په سقوط سره له نیمروز او جوزجان وروسته دا دریم ولایت شو چې د طالبانو لاسته لویږي او کندز هم د سقوط په حال کې دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button