د طالبانو له پرمختګونو وروسته ؛کندز او هلمند کې پر عامه تأسیساتو او بازارونو درنې بمبارۍ وشوې

د یادولو ده چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د هلمند مرکز لښکرګاه کې اریانا روغتون، په ګرشک ولسوالۍ کې یو صحي کلینیک، د بست پوهنتون، ګڼ مساجد، د زرګرانو د سوپر مارکیټ په شمول ګڼ مارکيټونه، دوکانونه او سلګونه ملکي کورونه بمبار شوي دي.

عزم(یکشنبه،۱۷زمری ۱۴۰۰):وروسته تر هغه چې طالبانو د کندز ولایت مرکز تر خپلې ولکې لاندې راووست او د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې یې هم خپل پرمختګونه برقرار وساتل ؛ په غبرګون کې یې امریکا او کابل حکومت یوځل بیا ،دغه غچ له ولسي خلکو اخیستی او د یادو ولایتونو په مراکزو کې یې عامه تأسیسات،دولتي ودانۍ،بازارونه او د ولسي خلکو شتمنۍ تر هوایي بریدونو لاندې نیولي دي.
نن غرمه مهال ،کله چې طالبانو د کندوز د ولایت مقام او اړوند دولتي تأسیسات ونیول، الوتکو د ښار مارکيټونه، دوکانونه او ملکي ځایونه بمبار کړل.
ځایي خلک وایي ،چې د بریدونو پر مهال خلکوته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

طالبانو د یادو بمباریو په تړاو ویلي: «په دغه وحشت سره د دښمن له څیرې پرته پورته کیږي؛دوی غواړي د خپلو ناکامیو او رسواییو انتقام له عام ولس څخه واخلي.»
امریکایانو دغه راز ، تیره شپه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې یو ستر ولایتي روغتون (د صافیانو روغتون) او د محمدانورخان لیسه چې ستر تعلیمي مرکز و،هم بمبار کړل،چې تر ډیره یې ودانۍ لمنځه یووړل شوې.

د یادولو ده چې له تیرې یوې اونۍ راهیسې د هلمند مرکز لښکرګاه کې اریانا روغتون، په ګرشک ولسوالۍ کې یو صحي کلینیک، د بست پوهنتون، ګڼ مساجد، د زرګرانو د سوپر مارکیټ په شمول ګڼ مارکيټونه، دوکانونه او سلګونه ملکي کورونه بمبار شوي دي.

طالبانو دا بمبارۍ په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې «په دغه وحشت سره څرګندیږي چې امریکا د نړۍ څومره خونخوار او جنایتکار هیواد دی او د خپلو اشغالګرانه موخو لپاره د هيڅ بشري او انساني حقوقو او نړیوالو نورمونو رعایت نه کوي او نه هم تعهداتو ته پابندي لري.»

طالبانو ګواښ کړی چې دوی به د امریکایانو په وړاندې د شل کلن جهاد په څیر په ټول قوت سره ودریږي او د خپل مظلوم ولس غچ به ترې واخلي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button