طالبان د ځان بسیاینې پر لور؛ تر اقتصادي بندرونو وروسته یې د ۵ مهمو ولایتونو مرکزونه هم خپل کړل

جواد احمدي

تر کوچني اختر وروسته د هیواد په کچه د طالبانو ستر پرمختګونه بیساري ،حیرانونکي او غیرمترقبه وه ،چې نه یواځې افغانان بلکې نړیوال یې هم ګوته په غاښ کړل .
په داسې حال کې چې لا هم هیواد کې د امریکایي اشغال سیوری په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی ،خو د طالبانو چټک پرمختګونه هغه څه وه ،چې د ارګ د چارواکو پښې یې په مرګ وریږدولې.
دغه پرمختګونه داسې مهال وه چې د طالب سرتیرو پر سرونو د کابل حکومت ،ناټو او امریکا جیټ الوتکو او جنګي چورلکو د بې رحمه بمباریو لړۍ روانه ساتلې وه.
طالبانو په دغه موده کې وکولای شول ،د پکتیا ،کندهار،هرات ،تخار ،کندز او نیمروز ولایتونو کې د «پټان ،سپین بولدک،اسلام کلا،تورغونډۍ،آی خانم،شیرخان بندر او د پول ابریشم» مهم او ستراتیژیک اقتصادي بندرونه لاس ته راوړي؛څو پرې له یوې خوا ځان بسیاینه وکړي ،له بل لوري د کابل د چارواکو او زورواکو جنګسالارانو اقتصادي منابع وچ کړي او ترڅنګ ېې له سوداګرو د ظالمانه لوړ باج اخیستل بند کړي،چې له کبله یې بازارونو کې د توکو نرخونو له آسمان سره خبرې کولې.

دغه بندرونه چې د کابل چارواکي یې په اروپا او امریکا کې د شیش محلونو خاوندان کړل ، له درکه یې ۳۰سلنه دولتي خزانې او پاتې ټول یې د چورواکو او زورواکو شخصي جیبونو ته تلې چې له کبله یې د هغوی غر او فش دومره لوړ وه ،چې د کابل ادارې یې له خوښې پرته حتا د یوې ولسوالۍ لپاره ولسوال او د یوه ریاست رئیس هم نه شو ټاکلی .
طالبانو نه یواځې دا ،بلکې له پرون راهیسې یې د ۵ولایتونو مرکزونه هم په ډراماتیکه توګه نیولي ،په لوړه کچه پوځي مهمات په لاس ورغلي او سترې لاسته راوړنې یې کړې دي.
کوم ولایتونه چې طالبانو نیولي ،تر ډیره ښه اقتصادي بازارونه لري ،له بندرونو سره وصل او ستراتیژیک نقاط بلل کیږي.
یادو ولایتي مراکزو کې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې،پخواني حکومتي کارمندان خپلو دندو ته ورګرځیدلي او نور یې د ورګرځیدو په حال کې دي.

طالبان اوس کولای شي،پرته له دې چې د اداراتو د کارمندانو په معاش ،تمویل او تجهیز کې د کابل ادارې تر ولکې لاندې بیت المال ته تمه وکړي ،په مستقله توګه د هغوی چارې منظمې او منسجمې کړي.

داچې په یوه منډه څوک له یوه روزل شوي او لوی پوځ نه شاوخوا ۲۰۰ ولسوالۍ نیسي،ولایتي مراکز ترې خپلوي او اقتصادي سرچینې پرې وچوي ،له دې څرګندیږي چې هم د کابل اداره د نړیوالو لخوا استفراق شوې او هم طالب په سیاسي او پوځي برخه کې هغې کچې ته رسیدلی چې یوځل بیا د مسؤلیت ډګر ته راشي او د هیواد سرتاسري قیادت پر غاړه واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button