له مارشال جنرال دوستم سره مرکه/ طنز

عبدالله احمدي
په ټلیفون کې لګیا وم چې یو ناڅاپه مې د جنرال دوستم په نمبرو سترګې ولګېدې، فورا مې اوکې کړ ماول ته راشه چې د دې وروستیو تحولاتو او په ځانګړې توګه د ده د مارشالۍ پر دریشي بحث ورسره وکړم چې په شبرغان کې د طالبانو لاسته لوېدلې.
احمدي: سلام مارشال صیب!
جنرال دوستم: وعلیکم السلام څوک یې او له کوم ځای څخه دې تلیفون کړی، مقصد دې وایه وخت بیخي کم دی.
احمدي: أهو جنرال صیب اوس خو ګرسره شناخته خلک هم نه پېژنې، احمدي یم، په بده ورځ کې ستا پوښتنه کوونکی.
جنرال صیب: زما وضعیت او اعصاب نورمال نه دي مقصودي خبره وکړه.
احمدي: د طالبانو له لوري د سلګونو ولسوالیو یو په بل پسې نېول او دا دی اوس خبره د ولایتونو سقوط ته راغله، اخر څه وجه ده چې طالبان په یوه ورځ کې درې ولایته او ۲۰ ولسوالۍ تر خپل تصرف لاندې راولي؟ په داسې حال کې چې تاسو په پرمخ تللیو وسلو سمبال هم یاست او تر شا مو د امریکا او نړیوالې ټولنې ملاتړ هم شته.
جنرال صیب: ای ګف اعصاب مرا خراب خراب کرد نمیفهمیم که اخر چه علت است که صاحب تانکهایی زری از موترسیکل فرار میکند.
خپل ټانګان او ټول وسایل طالبانو ته پرېږدي.
یک ګف است که در این مسئله به نظر من دست پنجاب داخل است، اګر پنجاب نبود ممکن نبود که عساکر ما فرار کند.
احمدي: جنرال صیب ایا تر اوسه مو په جګړه کې کوم پنجابی نېولی او یا وژلی؟
جنرال صیب: دا ټول پنجابیان دي ځکه چې پر پاکستاني موترسایکل سپاره وي.
احمدي: تاسو څو ورځې وړاندې قسم وکړ چې زه به طالب نیست او نابود کړم، خو اوس چې موږ ګورو طالبانو ستا پلرنی ولایت او آن ستا شخصي کور هم نېولی او هغه ستا د مارشالۍ او غیرت دریشي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې.
هغه ستا لاپې او قسم څنګه شو؟
جنرال صیب: هو ما همدا وعده کړې وه، خو کله چې هم زه وارد جوزجان شدم، حالت بیخي خراب و، د موټر سایکل سپرو داسې جنګ کاوه چې ما هیڅکله نه و لېدلی، نو ځکه مې فرار ته پر قرار ترجیح ورکړه.
او د دریشي په اړه به ووایم، چې موږ ډېر زیات خیاطان لرو بله به راته وګنډي.
شرم خو له موږ څخه څو لسیزي وړاندې خوابدی شوی او تللی دی نو در قصه ایش نباش.
احمدي: اوس دې اراده څنګه ده طالبان خو ډېر په چټکۍ سره پرمختګ کوي؟
جنرال صیب: ما خو د طالبانو د ختمولو قسم کړی، خو کله چې د احمد ایشچي د زوی څخه خبر شوم چې له طالبانو سره یو ځای شوی،. نو ټولې ارادې او فیصلې مې سستې او سختې لړزې نېولی یم؛ د خپل ځان د ساتلو غم اخیستی یم، چې د ایشچي زوی به حتما له ما څخه د پلار انتقام اخلي.
نو د چا پلار مې هم اوس جنګ ته نه شي بوولی.
احمدي: مارشال صیب نو تاسو خو جنرال او مارشال یاست د همدغسې سختې ورځې لپاره یې ساتلی یې نو څنګه جنګ ته نه ځې؟ دا نظام خو پر تا حق لري.
جنرال دوستم: د څه شي جنرال؟ دلته جنرالي منرالي نه شته نر هغه ده چې تر بل مخته یې تېښته وکړه.
نظام خو پر غني، عبدالله، محقق، خلیلي، سیاف، محب او نورو هم حق لري زه ولې یوازې ولاړ شم؟
په یو شرط جنګ ته وځم چې دوی به هم د جنګ لومړۍ کرښې ته ځي، بیا نو زه هم ځم، او بيا به تر جمهوریت قربانيږو.
شل کاله جمهوریت زموږ ټول نفساني ناروا خواهشات راپوره کول، اوس چې د جمهوریت ساه په وتلو ده نو خامخا به د سر او بېخ په قربانۍ سره ترې دفاع کوو.
احمدي: ښا سهي ده، خو ګوره چې غني دې خطاء نه کړي چې تا جنګ ته ولېږي او دی نیویارک ته وتښتي.
جنرال صیب دوستم: هیڅ امکان نه لري، زه هم دوستم یم، ولا چې تر احمد ایشچي یې حالت ور خراب نه کړم، که یوه زره یې په نیت پوه شم.
احمدي: څه خدمت وي موږ ته مارشال صیب دوستم!
خدمت نشته، خو که ستاسو لاس ته ولوېدم، نور چې هر څه راسره کوئ؛ خو د ایشچي زوی ته به مې په لاس نه ورکوئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: