د بریتانیا دفاع وزیر: د طالبانو پرمختګونه مو غوسه او غبرګون را پاروي

عزم(دوشنبه،۱۸زمری ۱۴۰۰):وروسته تر هغه چې طالبانو د هیواد څو ولایتونه تر بشپړ کنترول لاندې راوستل ،تازه یې په هکله د بریتانیا د دفاع وزیر “بن والاس” جدي اندیښنه او غوسه ناک غبرګون ښوودلی دی.

دفاع وزیر ویلي :«افغانستان کې د طالبانو پرمختګونه مو دې ته اړ کوي ،چې بېرته افغانستان ته ستانه شو،ځکه داکار دغه هیواد کې زمونږ قرباني ننګوي»
نوموړي د لومړي ځل لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون ناکامه هوکړه بللې او هغه یې غندلې ده.

نوموړي ویلي ، هیواد یې لیواله ده چې بیرته افغانستان ته ور وګرځي او دا خبر یې له ټولو لوریو سره هم مطرح کړې ،خو په وینا یې چې هیڅ متحد ورسره “همغږي نه لری”.
بریتانوي وزیر په ځانګړې توګه ،هلمند کې د طالبانو پرمختګونه غندلي او ویلي یې دي چې « طالبانو پر هغه ځای هم پراخ بریدونه پیل کړي دي، چېرته چې ۴۵۰ بریتانوي پوځیانو خپل ژوند بایللی دی»

بریتانوی وزیر ګواښ کړی چې که طالبان پرمختګونو ته دوام ورکړي،نو هیواد به یې اړ شي ،په یواځې سر بیرته پر افغانستان حمله وکړي.
بریتانیا “انګریزي ښکیلاک” پخوا دوه ځله افغانستان کې ماتې خوړلې وه او اوس یې د امریکا ترچتر لاندې هم تر سختې ماتې وروسته افغانستان پریښوود.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button