د نړۍ دریم چټک بالر شان ټیټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

عزم (دوشنبه، ۱۸زمری ۱۴۰۰): د اسټرالیا پخوانی ښي لاسی چټک توپ اچونکی شان ویلیم ټیټ (Shaun William Tait) چې د خپل بالینګ ایکشن له امله په The Wild Thing مشهور و، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو.
افغان کرکټ بورډ (ACB ) په یوه خبر پاڼه کې ویلي: “د اسټرالیا پخوانی ښي لاسی چټک توپ اچونکی شان ویلیم ټیټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې د برخې روزونکي په حیث وټاکل شو”.
که څه هم تر اوسه شان ټیټ د خپل نوي ماموریت په اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې یې د اسټرالیا هېواد د کورني کرکټ سربېره د هندوستان غوره لیګ (IPL) کې له راجستان رایلز او کلکته نایټ رایډرز، د انګلستان بلاسټ کې سیسکس، د بنګله دیش په غوره لیګ کې له چیټاګانګ کینګز، د پاکستان په سوپر لیګ کې پشاور زلمي او ګڼو نورو لوبډلو سره لوبې ترسره کړې او یا د مشاور په توګه ورسره پاتې شوی.
نوموړی چې په خپل وخت کې له پاکستاني شعیب اختر او خپل اسټرالیاوي سیال بریټ لي وروسته د نړۍ دریم چټک توپ اچوونکی و، د توپ اچوونې سرعت یې په یو ساعت کې ۱۶۱.۱ کیلومتر و.
هغه د ۲۰۰۷م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې د اسټرالیا له پاره د اتلولۍ ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوه او په یادو سیالیو کې یې ۲۳ ویکټې واخیستې.
باید وویل شي چې شان ټیټ په ۲۰۰۴ کال د اسټرالیا له پاره نړیوالې لوبې پیل او په ۲۰۱۶ کال کې یې خپله وروستۍ لوبه وکړه.
ده په ټولو ترسره کړیو ۳۵ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۶۲، په ۲۱ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۲۸ او په ۳ ټېسټ لوبو کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې دي.
د کرکټ مبصیرین او شنونکي وايي: افغان لوبډلې سره د شان ټیټ یوځای کېدل به د دغې لوبډلې د چټکې توپ اچوونې ستونزه تر ډیره حل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: