آیا بي-۵۲ به کابل حکومت ته نجات ورکړي؟

خط اول

پر افغانستان باندې د امریکايي اشغالګرو له هجوم او ورسره د ناټو تر چتر لاندې د نورو نړیوالو زبر ځواکونو له ښکېلتیا سره سم، د افغانستان په مظلوم ولس باندې هر ډول زهرجنې، درنې او په پراخه کچه ویجاړوونکې وسلې وکارول شوې. په افغانستان باندې دغه هجوم او له افغانستان سره کړي ظلم ته که د حقیقت له زاويې وکتل شي، څرګنده به شي چې په افغانستان کې د بشر حقوقو د خوندیتوب په پلمه نسل وژنه وشوه، له فساد سره د مبارزې او له منځه وړلو په پلمه پراخ فساد ته زمینه برابره شوه؛ د غلا، جبر او… د له منځه وړلو په پلمه غله تقویه، ظالمان واکمنان او بل هر د افغانانو حقیقي دښمن خپل د زړه پړاس ښه په ډاډ سره وکيښ.

د تېر شل کلن اشغال پر مهال افغان ملت هره ورځ له یو تر بل بدتر حالت سره مخ کېده. دومره ناخوالې چې افغانانو د بهرنیو یرغلګرو په شتون کې ولید، په بل هیڅ وخت کې به يې ښايي نه وي لیدلې.

د بهرنیو ځواکونو یرغل او د دوی د ملاتړو ظلم و ستم افغانان د وسلې اخیستلو ته مجبور کړل. ولس هم له طالبه ملاتړ وکړ. طالب په تش لاس خو پوره میړانه د مقابلې میدان ته داخل شو. پوره شل کاله يې په ډېرو سختو حالاتو کې د خپل ملت په ملاتړ و ملتیا د بهرنیانو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې مبارزه وکړه.

تر شل کاله ستړیا او سختې مبارزې وروسته، باالآخره طالبانو امریکا او متحدین یې مجبور کړل چې د زور پرځای د مذاکرې لار غوره کړي او له افغانستانه د وتلو لار پیدا کړي. په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ کابو دوه کاله مذاکرات وشول، او نتیجه یې یو هوکړه لیک یا تړون راووته. خو امریکا د تړون یوې مادې ته هم ژمنه پاتې نه شوه. د امریکا مشکوک چلند کابل حکومت ته هم د وختکشۍ موقع ورکړه او تر یوه کال زیات وخت یې په یوه او بله بهانه ضایع کړ. تر دې چې باالآخره تېره اوونۍ د کابل حکومت مشر، اشرف غني، په یوه خبري کنفرانس کې په شپږو میاشتو کې د طالبانو د قوت د ماتولو په خبره سره د سولې د مذاکراتو د درېدو څراغ ورکړ.

د کابل حکومت د مشر دې ناسنجیده اقدام طالبانو ته د نظامي حللارې لټولو جواز ورکړ. طالبانو هم په څلور ورځو کې د شپږو ولایتونو د مرکزونو په نیولو سره د اشرف غني هغه محاسبه غلطه ثابته کړه چې طالبان به په شپږو میاشتو کې ماتوي.

د ولایتي مرکزونو چټک سقوط که له یوې خوا پر کابل حکومت سخته وېره ګډه کړه؛ له بله پلوه يې د امریکا حیثیت ته هم سخته ضربه ورسوله. امریکا به نړیوالو ته د بهانې په توګه ویل چې ګواکې دوی پوره شل کاله په افغانستان کې د یوې ښې حکومتدارۍ د رامنځته کولو په موخه تر دوه سوه زره زیات په خپل لاس روزلي عسکر پرېږدي او هغوی به د امریکا تر وتلو وروسته په افغانستان کې د نړیوالو ګټې خوندي کوي.

د طالبانو چټکو پرمختګونو ته په کتلو امریکايي ولسمشر جو بایډن خپل هوايي ځواک ته امر وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو مرکزونه د ‌B52 په مټ په نښه او د طالبانو د چټک پرمختګ مخه ونیسي. امریکایی ولسمشر فکر کوي چې د دوی هوايي ملاتړ به د کابل ادارې ته نجات ورکړي او له سقوطه به يې وژغوري.

خو بي-۵۲ به نه د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي او نه به کابل حکومت د سقوط له ګړنګه راوګرځوي. په یوه میاشت کې تر سلو زیاتې ولسوالۍ له لاسه ورکول، په څلورو ورځو کې د شپږو ولایتي مرکزونو بایلل، او هره میاشت د سلګونو عسکرو تسلیمي د دې ادارې د زوال نښې دي. نور باید د دې بېکفایته حکومت د کاذبې بقا لپاره افغان ښارونه ویجاړ نه شي او نه یې هم باید په دفاع کې د افغانانو وینې وبهول شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button