لویې څارنوالۍ د ملي امنیت دوه افسران د اداري فساد په تور په بند محکوم کړي

عزم(سه‌شنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۰ل): د ملي امنیت دوه افسران د ۲۵ زره امریکايي ډالرو د بډو اخیستو په تور په بند محکوم شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د ملي امنیت د ۰۲۰ فعال کارکوونکي برید جنرال سید محمد عظیم او د ملي امنیت ریاست د تحقیق مدیر ډګروال محمد ناظم یې ۲۵زره امریکايي ډالرو د بډو اخیستو له امله له پینځو تر لسو کلونو په بند محکوم کړي دي.

له لویې څارنوالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو کارکوونکي یې د پیسو اخیستو سره بالفعل نیولي دي او د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لخوا د روان کال د زمري په ۱۷مه په علني توګه تورن شوي وو.: «د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې برید جنرال سید محمد عظیم په دې قضیه کې د لاس لرلو په تور په پینځو کالو او یوې میاشتې او ډګروال محمد ناظم په لسو کالو او یوې میاشتې تنفیذي حبس او له وظیفې پر انفصال محکوم کړل. دغې محکمې هر یو د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په ورکړې او د یوه آیفون ۱۱ پرومکس بیې چې ۱۰۴ زره ۳۵۵ افغانۍ کېږي، په سپارلو محکوم کړل.»

د یوه بل خبر له مخې، د بلخ ولایت مقام مرستیال او د حیرتانو ښارګوټي رئیس یې هم له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور محاکمه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د بلخ ولایت مقام چارسمبالی او مرستیال محمد بشیر توحیدي او د حیرتانو ښارګوټي رئیس عبدالرووف امیري له واک څخه ناوړه ګټه اخیستې او ۳۲ لارۍ موټره بې‌کیفیته غاز یې وارد کړی وو.

«دا غاز د سټنډرد او نورم خلاف و، چې د څلورو سوداګریزو شرکتونو له خوا د حیرتانو بندر له لارې وارد شوي دي او د وزیرانو شورا له خوا د بې کیفیته بیوتان فیصدي د لوړوالي له کبله، بې کیفیته او د LPG سټنډرډ څخه خارج بللي او د نورم او ستندرد ادارې د پلاوي تر نظر لاندې يې د حیرتانو بندر ښارګوټي کې د خصوصي مایع ګازو په ذخیرو کې تخلیه او مهرلاک کړي وو.»

افغان حکومت له ګڼو نورو ستونزو سربېره له اداري فساد سره هم مخامخ دی او په دغه برخه کې ګڼ لوړپوړي چارواکي په مېلیونونه اداري فساد تورن شوي، خو د همدغه اداري فساد له امله تر اوسه محاکمه شوي نه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: