د نیمروز وروستۍ ولسوالۍ «چهاربرجک» هم د طالبانو لاس ته ولویده

عزم(سه شنبه،۱۹زمری ۱۴۰۰): راپورونه وایي چې د نیمروز ولایت وروستۍ مهمه او ستراتیژیکه ولسوالۍ «چهاربرجک» هم طالبانو تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.

طالبانو ویلي ،چې نن غرمه مهال یې د یادې ولسوالۍ مرکزی ودانۍ، امنیې قومنداني،د ملي امنیت ریاست او ټول ملحقات نیولي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې د ولسوالۍ عسکرو وسله پرځمکه کیښوده او په یوه غږ ورته تسلیم شوي دي.
طالبانو دغه ولسوالۍ کې د زیات شمیر وسلو ،مهماتو او وسایطو د نیول کیدو خبر هم ورکړی دی.

د یادولو ده چې چهار برجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند هم شتون لري ، هغه بند چې څو میاشتې وړاندې د اشرف غني لخوا په نیمګړې توګه افتتاح شو.

که څه هم دولت پلوو فعالانو یادې سیمې ته د طالبانو له ورتګ وړاندې اوازه اچولې وه ،چې ګواکې طالبانو د بند اوبه ایران ته ور خوشې کړې ، خو طالبانو د یادې ادعا د “رد” ترڅنګ ډاډ ورکړ چې یاد بند د افغانستان د خلکو دی او په ښه توګه به یې څارنه او ساتنه ترسره کوي.

باید وویل شي چې طالبانو څو ورځې وړاندې د نیمروز ولایت مرکز “زرنج” له دولت پلوو ملیشو تصفیه کړ او ټولې سیمې یې تر کنترول لاندې راوستلې .
دا مهال د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د میوند قول اردو یوه لیوا پاتې ده ،چې هغه هم تر سختې محاصرې لاندې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button