طالبانو د «بدخشان» ولایت ټولییزه توګه ونیووه

عزم(چهار شنبه،۲۰زمری ۱۴۰۰):راپورونه وایي چې طالبانو د بدخشان مهم او ستراتیژیک ولایت په بشپړ ډول له دولتي عسکرو څخه له کومې سترې جګړې پرته ونیوه او دولتي چارواکو له حکومتي ودانیو شاتګ کړی دی.

طالبانو ویلي ، «تیره شپه ید بدخشان ولایت مرکز فیض اباد له ټولو ملحقاتو( د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو ریاست او هلته ټولو حکومتي تأسیساتو) سره د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا فتحه او تر کنترول لاندې شول.»

طالبان وایي چې په دغه عملیاتو کې هيچاته د سر اومال زیان ندی رسیدلی، او په وینا یې چې د تښتیدلو عسکرو پسې یې تعقیبي علمیات پیل کړي دي.
بدخشان ټولې ۲۸ ولسوالۍ لري چې له کران ومنجان پرته یې تولې د طالبانو لاس کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د فراه او بغلان ولایت مرکزونه هم له ټولو دولتي ودانیو او مهمو نظامي او ملکي ادارو سره یوځای ، د طالبانو لاس ته لویدلي وه.

طالبانو تیرو دریو ورځو کې د نیمروز، جوزجان، سرپل، کندز، تخار، سمنګان، فراه، بغلان او بدخشان ولایتونه ونیول چې پراخې وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: