امريکايي مسیحي پوهنتونونه په اسلامي نړۍ کې (دريمه برخه):

۳: ترکيه _ استانبول:
استانبول چې پخوانی نوم يې اسلامبول و، تقريبا پنځه پيړۍ په ترکيه کې د اسلامي خلافت چې د عثماني خلافت په نامه ياديده؛ مرکز و او په نړۍ کې د ښکلو مساجدو د
لرلو له امله د (منارو) ښار بلل کيده. عثمانیانو له دغه ځايه یوه لوی اسلامي خلافت اداره کاوه او هره خوا يې فتوحات درلودل. آن تر دې چې په ختیځې اروپا کې يې هم
ډيرې سيمې فتح کړې وې. خو په پای (۱۹۲۴م) کې د يهودي او مسيحي توطيو له امله له زوال سره مخ شو.
د عثماني خلافت مرکز استانبول هم د امريکايي مبشرينو لپاره د تعليمي فعالیتونو لپاره په زړه پورې ځای و. د اروپا او اسيا ترمنځ د پول حيثيت لري. د مديتراني او کسپين سمندرګيو ترمنځ موقعيت لري ځکه یي هلته هم لومړی د (رابرټ) انسټیټیوټ جوړ کړ، چې وروسته بيا د سيکولرې ترکيې په زمانه کې په امريکايي پوهنتون تبديل شو، چې بي شميره ترکي ځوانان يې د الحاد خوا ته مايل کړل او لا تر اوسه يې ترکيه زخمونه ګالي.

ليکنه : سيد عبدالله صابر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: