جوزجان: طالبانو د شبرغان هوایي ډګر هم ونیووه

عزم(چهار شنبه،۲۰زمری ۱۴۰۰):راپورونه وایي چې نن مازدیګر مهال طالبانو د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار “هوایي ډګر” چې د دولتي ځواکونو وروستی پناه ځای وه ، د طالبانو لاس ته ولویده.

طالبانو ویلي چې دولتي عسکرو د درنو تلفاتو په لیدلو سره د “یتیم طاق” سیمې ته شاتګ کړی چې په وینا یې« هلته هم د مجاهدینو تر محاصره او بریدونو لاندې دي.»
طالبانو ویلي چې ددغه پرمختګ پرمهال ورته ۲۵ تنه عسکر او پولیس له خپلو وسلو او تجهیزاتو سره یوځای، تسلیم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن د کندز هوایي ډګر هم د دولت پلوو ملیشو له شتونه تصفیه کړ او د فراه د هوایي ډګر د نیولو راپورونه هم خپاره شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: