د بادغیس ولایت هم د طالبانو لاسته ولوید

عزم(پنجشنبه، ۲۱ زمری ۱۴۰۰): له غزني او هرات وروسته نن ماښام ناوخته د بادغیس ولایت ټولې دولتي ودانۍ د طالبانو لاسته ولویدلې.

طالبانو ویلي چې د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار، د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز او ګڼ نور تأسیسات یې تر خپل بشپړ کنترول لاندې راوستلي دي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې همدا راز یې ګڼ عسکر ژوندي نیولي، ډیرې وسلې او وسائط یې هم لاس ته ورغلي دي.

د یادونې وړ دی چې نن ورځ د غزني او ماښام د هرات ولایتونه هم د طالبانو لاسته ولویدل او اوس د هلمند او کندهار ولایتونو د سقوط خبرونه هم ورکول شوي خو رسمي سرچینو لا دغه خبر نه ده تایید کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button