طالبانو د هیواد تر ټولو ستر ولایت «هلمند» هم تر خپل کنترول لاندې راووست

عزم(جمعه،۲۲زمری ۱۴۰۰):طالبانو دهیواد په کچه د تر ټولو لوی ولایت هلمند مرکز «لښکرګاه» په بشپړ ډول تر خپل کنترول لاندې راووست.

دغه ولایت چې تر ۵۸زره مربع کیلو متره یې مساحت زیات دی ، ټولې ولسوالۍ یې لا پخوا د طالبانو لاس ته لویدلې او پر مرکز یې اوس د طالبانو اغیز پریووت.

طالبانو ویلي چې « تیره شپه د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او ټول ملحقات په بشپړه توګه دمجاهدینو تر واک لاندې راغلل.»
طالبانو دغه ولایت کې د ګڼو عسکرو د تسلیمیدو خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې نور د درنو تلفاتو په لیدلو سره تښتیدلي دي.
لښکرګاه له تیرو دوو اونیو راهیسې په سخت ډول سره محاصره وه ،چې په ترڅ کې یې دولتي عسکرو پر طالبانو د فشار راوړلو په موخه پر ولسي شتمنیو ،بازارونو او عامه تأسیساتو باندې درنه بمبارۍ وکړې او د ګڼو کسانو د وژل کیدو ترڅنګ یې په میلیونونو ډالر زیانونه واړول؛خو ویې نه شو کولای ولایت له سقوط نه وژغوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button