طالبانو د لوګر د امنیه قومندانۍ تر نیولو وروسته محبس مات کړ

عزم نیوز (جمعه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۰): طالبانو نن سهار د لوګر ولایت پر مرکز پل علم ښار باندې ستر برید وکړ، چې په نتیجه کې یې امنیه قومنداني ونیوله او مرکزي محبس یې مات کړ.

سرچینې وايي، طالبانو له زندانه خپل ټول بندیان خوشي کړل او وروسته یې پر ولایت مقام، ملي امنیت ریاست او نورو نظامي تاسیساتو باندې بریدونه پیل کړل.

د سرچینو په خبره، له تیرې ورځې راهیسې لسګونه حکومتي نظامیان له خپلو وسلو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي. حکومتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا خبر بشپړېدو په حال کې دی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: