ایا لمریزه (سولر) بریښنا پاکه ده؟

دا چی لمریزی تختې (سولر پنل ) د بریښنا د تولید په وخت کی ګلخانئي ګازونه نه تولیدوی یوه معلومه خبره ده.
له همدی وجی د هغه چا چی د اقلیم بدلون برخه کې اندیښمن دی د خوښې وړ دي.
له بلی خوا د سولر تختو د جوړیدو لپاره د ډیرې انرژی ضرورت خلک لږ شکمن کړي ، په خاصه توګه د سیلیکانو د تصفیی او ویلې کیدو په برخه کې ، سیلیکان هغه مواد دی کوم چی د لمر له وړانګو څخه د تودوخې د اخیستو له پاره په سولر تختو کې نصبیږي. د سیلیکان د ویلې کیدو درجه ۱۴۱۴ سانتی ګراد ده کومه چی د وسپنی څخه یوازی ۱۲۴ سانتی ګراد کمه ده.
سیلیکان په برقی بټیو کې ویلي کیږي. پداسی حال کی چی زمونږ زیاتره برېښنا د ډبرو سکرو او طبعی ګازو د سون څخه په لاس راځي ، کوم چی د کاربن ډای اکساید د تولید لامل ګرځي.
د سولر تخته د استفادی تر مخه د تولید شوی کاربن ډای اکسایډ قرضداره وی ، کوم چی باید ادا کړي تر څو تخته خپله د حل یوه برخه وګرځي ، دی ته په کتو ځینې پوهان د سولر تختو نصبول د چاپېریال ساتنې د ګټې په خاطر بی ګټی بولي.
د هالنډ د اوترخت پوهنتون څخه ډاکټر ویلفرید وان سارک او ملګرو یی د ۱۹۷۵ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د ټولو تولید شوو سولر تختو د جوړیدو له وجی د خپاره شوي کاربن ډای اکسایډ او بیا سولر تختو څومره د کاربن ډای اکسایډ د خپریدو مخه نیولی څېړلي.
ډاکټر وان سارک او مالګرو یی په نړی کې د سولر د تولید شوو تختو معلومات د انرژی د نړیوالی ادارې څخه او دا چی د سولر تختو د تولید لپاره څومره انرژی ته ضرورت ده د لسګونو نشر شوو څیړنو څخه ا ستفاده کړې.
د تختو د جوړېدو له وجی تولید شوی کاربن ډای اکسایډ د تختو د جوړېدو په ځای ، او دا چی سولر تختې څومره موثری او د کاربن ډای اکساید مخه نيسي ، د تختو د نصب په ځای پوری اړه لري.
د مثال په توګه چین کې د سولر د یوې تختې جوړیدل نسبت اروپا ته دوه چنده کاربن ډای اکسایډ د تولید سبب ګرځی ، ځکه چی چین کې زیاته برېښنا د ډبرو سکرو څخه ده .
د سولر تختو نصبول بیا سرچپه په چین کې ډیرې موثری دي ، ځکه پاکه انرژی د سکرو او ګازو ځای نیسی .
اوس مهال که د سولر تختې عمر ۳۰ کاله حساب شی تخته د ( يو کیلو واټ ) انرژی د تولید بدل کی ۲۰ ګرامه کاربن ډای اکسایډ خپروی ، دا د ۱۹۷۵ چیرې چې د ( يو کیلو واټ ) انرژی تولید بدل کی ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ ګرامه کاربن ډای اکسایډ خپراوه ډیر کم دی . همدا شان اوس د تختو د جوړیدو په مهال مصرف شوی انرژی په ۲ کالو بیرته له سولر تختو تر لاسه کیدای شی چیرې چې مخکی دا موده شل کاله وه .
له پورته محاسبو څېړونکی دی نتيجی ته رسېدلی چی دنیا کې د لمریزې (سولر) انرژی په دوه برابره کېدو په سولر تختو د انرژی مصرف %۱۲ او د کاربن ډای اکسایډ تولید %۱۷ نه تر %۲۴ رالویږی.
پورته پرمختګونه لا هم دومره اطمینان ورکوونکی نه دي څومره چې چاپېریال ساتونکي هیله لري. څیړونکی وروستیو پرمختګو ته په کتو هېله لری چې تر ۲۰۱۸ کال پوری به لمریزه (سولر) انرژي د کېفیت له لحاظه بی جوړې وي.

سرچینه: ایکانومسټ ورځپاڼه
ژباړه: ازاد کوچی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button