چین د طالبانو د تقلید خوبونه ویني: د ټایوان خارجه وزیر

عزم نیوز (شنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۰): د ټایوان د بهرنیو چارو وزیر د اګست په یوویشتمه لیکلي چې چین د ټایوان جزیرې لاندې کولو لپاره ”د طالبانو د تقلید خوبونه ویني“.

جوزیف وو دا خبرې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونو ته په غبرګون کې، د خپل وزارت پر ټویټر پاڼه باندې لیکلي دي. د متحده ایالتونو د خارجه وزارت ویاند، نیډ پرایس، په خپله وینا کې له چینه غوښتي وو چې پر ټایوان باندې فشارونه ودروي او د مذاکراتو لار دې خپله کړي.

جوزیف وو د پرایس څرګندونو ته په ځواب کې لیکلي، ”د ټایوان د خلکو د هیلو او علیا ګټو ساتلو لپاره مننه. [د ټایوان د خلکو په هیلو او ګټو کې] ډیموکراسي، له کمونیزمه، استبداد او بشرضد جرمونو ازادي شامل دي. چین د طالبانو د تقلید خوبونه ویني، خو اجازه راکړئ چې سپینه یې ووایم: موږ د خپل ځان د دفاع لپاره اراده او وسایل لرو“.

چین په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، د ټایوان جزیره د چین په ګاونډ کې پرته ده. چین د دې جزیرې د ملکیت ادعا لري، او د لاندې کولو لپاره یې له ډېر وخت راهیسې هڅې روانې کړې دي. په دې وروستیو کې یې پر دې جزیره باندې پوځي او ډيپلوماټیک فشار زیات کړی، او جزیرې ته یې نږدې مکرر هوايي او سمندري تمرینات ترسره کړي دي.

رویټرز اژانس لیکي، په افغانستان کې د امریکا له ملاتړه د برخمن حکومت چټک سقوط په ټایوان کې د بحث ګرمه موضوع ګرځېدلې، او خلک یې ډاریږي چې ښايي دوی هم د چینایانو په لاس له ورته برخلیک سره مخ شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button