طنز: یوه ضدي مېرمن

یوې ډیرې ضدي مېرمنې خپل خاوند (مېړه) ته په شکایتي ژبه وویل: ته زما نه منې او نه یې اورې؛ همېشه خپله کوې او خپل ډول ته ګډېږې.
خاوند یې وویل: نو…؟
ښځه په غوسه شوه: نو دا چې اخیر ته د نورو مشوره ولې نه اورې.
سړي له ماتې خندا سره وویل: شکر کاږه نیکبختې! که ما د نورو مشوره منلې وای نن به مې تا اعصاب نه را خوړل.
ښځه له ځواب اورېدلو وروسته غلې شوه خو خاوند څو ځله سر وڅنډه او په پټه یې ځان سره وويل: کاش چې ما مشوره منلې وای.

ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button