د کابل هوايي ډګر د ګډوډۍ پړه د چا پر غاړه ده؟

عبدالرحیم ثاقب
که څه هم چې د نظام د بدلون په دغسې بیړنیو حالاتو کې د نظم اخلال یو متوقع کار وي خو په هوايي ډګر او همدا راز کابل ښار کې د بهرنیو غربي سفارتونو مخې ته موجوده ګډوډي تر ډیره حده پلان شوې قصدي دسیسه ښکاري.په کابل د اسلامي امارت د واکمنۍ یوه اونۍ پوره شوه.
د ښار په ټولو برخو کې په تدریجي ډول امنیت تآمین او ښاریان له خپلو نویو چارواکو سره آشنا کیږي.
خو د کابل هوايي ډګر چې امریکايي او ترکي ځواکونو یې د نظم او امن ساتلو مسؤلیت په غاړه اخیستی د سختې ګډوډۍ، بې نظمۍ او نا امنۍ ښکار او له امله یې تر اوسه د خبري رسنیو د راپورونو مطابق (۲۰) کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

ځکه له یوه لوري د همدې سفارتونو لخوا عامو افغانانو ته د ډله ییزو رسنیو په وسیله خبر ورکول کیږي چې هر څوک بهر ته ځي دوی ورسره په وتلو کې مرسته کوي.
له بل لوري امریکايي چارواکي په مسلسل ډول پر طالبانو غږ کوي چې بهرته د تلونکو افغانانو مزاحمت مه کوئ او د وتلو ډاډمنه لاره ورته برابره کړئ.

په دې کې شک نشته چې بهر په تیره امریکا او اروپا ته د ښه ژوند کولو لپاره د نړۍ هغه خلک هم لیواله دي کوم چې په هیواد کې یې نه جنګ وي او نه فقر.
خو د افغانستان غوندې جنګ ځپلي نشتمن هیواد اوسیدونکو ته خپله د امریکایانو لخوا د غسې عام دعوت له دې پرته چې د ټولو افغانانو لپاره د عمومي کډوالۍ هڅونه وبلل شي بله هیڅ معنی نه لري.

ولې په کابل هوايي ډګر کې ګډوډي؟
سره له دې چې دم ګړۍ په کابل هوايي ډګر کې پر۶۰۰۰ امریکايي ځواکونو سربیره د ترکیې، برتانیې، جرمني او ځینو نورو هیوادونو پوځي ځواکونه د امنیت د ټینګښت او ګډوډۍ د مخنیوي په پلمه میشت دي خو بیاهم تر ټولو ډیره ګډوډي همدلته موجوده ده.

په ساحه کې له شته قرائنو او نښو نښانو څخه ښکاري چې دا ګډوډي قصدي او امریکایان ترې دوه هدفه لري:
۱- نړۍ ته د طالبانو له واکمنۍ څخه د افغانانو ترس او نفرت ورښودل.
۲ـ نړیوالو ته د طالبانو د واکمنۍ بي نظمې او ګډوډي ښکاره کول دي.

حال دا چې همدا امریکایان وو چې په هره ناسته کې به یې له طالب سیاسي استازیو څخه په ټینګارسره غوښتل چې په هوايي ډګرکې د امنیت د تأمین په غرض دې د امریکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو پوري د هوايي ډګر امنیت د هغوي له ځواکونو نن سره پاتي شي.

د هوايي ډګر په ګډوډي کې د بشري تلفاتو د زیاتیدو اندیښنې:
دا چې تر اوسه پوري د کابل هوايي ډګر کنټرول په مکمل ډول اسلامي امارت په لاس کې نه دی اخیستی دا اندیښنه شته ده چې په پخوانۍ اداره کې ځینې مخربې کړۍ او یاهم نور دښمنان د داعش تروریستي ډلې په کارولو سره له دې ګډوډۍ نه په استفادې په تخریبي عمل لاس پورې کړي چې هغه مهال به خدای مه کړه په همدې ګډوډۍ سربیره د بشري تلفاتو لویه فاجعه رامنځته کړي.

څه ډول باید د ګډوډۍ مخه ونیول شي؟
که څه هم چې د اسلامي امارت او امریکايي چارواکو ترمنځ په کابل هوايي ډګر کې د رامنځته شوې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره جدي هڅې دوام لري خو تر څو چې غربي سفارتونه او خپله امریکایان دې ګډوډۍ ته له لمن وهلو لاس وا نخلي هغه به ورځ تر بلې نوره هم زیاته او ډیرې ناوړې پایلې به ولري.

که امریکایانو دا ګډوډي نه غوښتی نو هغوی به خپل ترجمانان او همکاران په تیر یوه کال کې چې له طالبانو سره یې د دوحې تړون پر اساس اوربند درلود په عادي ډول له خپلو پر شاکیدونکو ځواکونو سره یو ځای له افغانستانه ایستلي وای.

اوس که هغوی ریښتیا د ګډوډۍ د مخنیوي اراده لري باید لاندې اجراآت عملي کړي:
• د امریکايي او نورو غربي سفارتونو لخوا باید رسماً اعلان وکړل شي چې د ترجمانانو او له بهرنیو قواو سره د کارکوونکو افغانانو بهر ته د لیږد پروسه تر امر ثاني پورې مطلقا متوقفه ده.

• بهر ته د لیږد پروسه د اوس لپاره یواځې په بهرنیو اتباعو پورې محدوده کړل شي.

• د چین او روسیې په څیر د امریکا او نورو غربي سفارتونو کارکوونکي هم په کابل کې پاتې کیدو ته قانع کړل شي.

پای..

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button