هغه خوب چې رښتیا شو!

خط اول

د زمري په اتمه طالبانو د نیمروز ولایت سقوط کړ. دغه لړۍ ډېر ژر نورو ولایتونو ته ورسېده. یوازې په کندوز او هلمند کې لږ مقاومت وشو. له بده‌مرغه د تېر حکومت په هوايي بریدونو کې یوازې ملکیانو او ملي بنسټونو زیان ولید.

له تېر کوچني اختر وروسته د ولسوالیو د سقوط خبرونه به د سر ټکي وو؛ خو وروسته د ولسوالیو سقوط ته خبریالانو پام نه کاوه او خبره د ولایتونو سقوط ته ورسېده. د ولایتونو پرله‌پسې د سقوط لړۍ ډېره چټکه روانه وه. کله چې طالبانو د هېواد ۱۷ ولایتونه ونیول، نو یو شمېر رسنیو اوازې خپرې کړې چې امریکا طالبانو ته ۱۷ ولایتونه ورکوي او په پاتې ولایتونو به د اشرف غني حکومت وي.

 په رسنیو کې دغه اوازې خپرېدې چې د سقوط شوو ولایتونو شمېر ۲۴ ته ورسېد. څو ساعته تېر شوي نه وو، چې طالبان کابل ته ننوتل او اشرف غني په تېښته بریالی شو. اوس له پنجشېر پرته ۳۳ ولایتونه د طالبانو تر بشپړ واک لاندې دي او چارې هم په عادي ډول پرمخ روانې دي.

د اشرف غني جمهوریت ړنګ شو او خلک له شل کلن عذاب څخه په ډېرې قربانۍ راووتل. پخواني ډېری چارواکي وتښتېدل او ډېر کم کسان یې پاتې دي. د اشرف غني په ګډون د ده مرستیالان، وزیران، د لویو ادارو مشران او نور تري تم شول. د اشرف غني د تېښتې یوه ورځ نه وه وتلې، چې په رسنیو کې خبرونه خپاره شول چې اشرف غني له ځان سره مېلیونونه ډالر وړي او په ارګ کې ترې ۴۵ مېلیونه ډالر ځکه پاتې شوي چې په الوتکه کې د نورو پیسو اېښودولو ځای نه وو.

پرون خو د امریکا سنا مجلس وویل چې اشرف غني باید د ۱۶۹ مېلیونه ډالرو د غلا په تور محاکمه شي. اوس خو لومړۍ ورځې دي. کېدای شي ډېر ژر د نورو چارواکو د محاکمې خبرې هم پیل شي؛ ځکه دوی په تېرو شلو کلونو کې مېلیونونه روپۍ چور کړي او اوس یې باید حساب ورکړي.

 که دې بدلون ته وګورو، نو مرګ‌ژوبله یې صفر وه. له هلمند او کندوز پرته چې هلته هم تېر حکومت په هوايي بریدونو کې یو روغتون، پوهنتون، د صرافانو مارکېټ او ځینې نور ځایونه وران کړل، نور ټول افغانستان سلامت پاتې شو. د هېواد په ډېرو کمو ولایتونو کې ځینو خلکو دولتي ودانۍ چور کړې. په کابل کې هم چې د واک تشه رامنځته شوه، ځینې ځایونه چور شول، خو د طالبانو چټک اقدام په کابل کې ژوند بېرته عادي کړ.

طالبانو په پوره ځیرکتیا هم واک ونیو او هم یې د ملي شتمنیو د لوټ مخه ونیوله. پر افغان ملت دومره لویه بریا د هېچا هم نه پیرزو کېده؛ ځکه زموږ دښمنان دې ناست وو/دي چې د طالبانو په راتګ به افغانستان یو ځل بیا په کنډواله بدل شي؛ خو د الله ﷻ په فضل زموږ د دښمنانو دغه خوب په حقیقت بدل نه‌شو. تېر حکومت د طالبانو د بې‌ساري پرمختګ په حال کې هم خپلو خلکو ته ډاډ ورکاوه چې حالت عادي دی او دوی په کابل کې پاتې کېږي؛ خو بده‌مرغه دوی وتښتېدل.

طالبانو په دومره اسانه حکومت ونه نیو، بلکې دلته په تېرو شلو کلونو کې زرګونه ځوانانو خپلې ځوانۍ قربان کړې. دوی په ځانونو پورې بمونه وتړل، موټرونه یې له چاودېدونکو توکو ډک کړل او د امریکا او ملګرو اډې یې له خاورو سره برابرې کړې.

 د طالبانو په مشرۍ افغان ځوانانو داسې قربانۍ ورکړې، چې تاریخ به یې په خپلو زرینو کرښو ثبت کړي. طالبانو د وطن د ازادۍ لپاره هر ډول تکلیفونه وګالل. پوره دوې لسیزې یې خپل کورونه پرې اېښي وو، په غرونو، رغونو او نورو ځایونو کې اوسېدل، خو د وطن د ازادۍ مبارزه یې پرې نه‌ښوده.

د هېواد لوی او بدنومي زندانونه په دنګو طالبانو ډک وو. امریکایانو د بګرام، هفتاد، نود او څرخي‌پله زندانونو سربېره دوی تر ګوانتانامو ورسول، چې اوس هم پکې دوه تنه افغانان ساتل کېږي. که په تېر شل حکومت ځینې لیکوال کتابونه ولیکي او د دوی جنایتونه او د طالبانو قربانۍ یادې کړي، نو شمېر به یې سلګونو ته ورسېږي. که دې یوه میاشت مخکې هم حکومت دولتي چارواکي ته ویلی وای، چې طالبان را روان دي، نو در پورې خندل یې، خو رب د مېلیونونو خلکو ارمان پوره کړ او امریکا په پوره بې‌شرمۍ داسې ماتې وخوړه، چې بیا به پر کوم بل هېواد هم د تېري سوچ ونه‌کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: