طنز: ولس د ملت پوښتنه نه کوي خو د خره پوښتنه کوي!

یو ځای کې دوه سپین ږیري ناست وو په لوړ آواز یې په کړس کړس خندل.
خوا کې یې یو سړی ناست و پوښتنه یې ور نه وکړه چې بوډاګانو ولې خاندئ؟
بوډاګانو ورته وویل: د فلاني خان زویه مونږ سره یوه ډیره قوي طرحه ده!
که عملي کړای شي ان شاءالله د ملک جنجال په یوه هفته کې ختمیږي!
سړي وپوښتل څرنګه طرحه لرئ؟
بوډاګانو ورته وویل چې: “ټول قام به یو ځای کې بندي کړو او یو خر به هم ورسره بندي کړو!
سړي ورته په حیرانتیا وویل: خر ورسره ولې بندي کوئ؟
بوډاګانو نوره هم خندا په لوړ آواز کړه یو بوډا بل ته وویلې: و دې لیده ما درته ویلي و چې دوی به د خره په باره کې حتما پوښتنه کوي خو د ملت او قام غم هیچا سره هم نشته!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: