د کفارو تر ټولو غښتلې پروژه..!

د نړۍ د کفارو له لورې د مسلمانانو د بې‌ لارۍ له پاره ډېرې پروژې په کار اچول شوې او اوس هم کفري پروژې ښه په تېزۍ/چټکۍ سره روانې دي.
سلګونه غږیزې، انځوریزې، چاپي او برېښنايي رسنیو په کار پیل کړی، چې په سلو کې له ۹۰ فیصده ډېرو یې زمونږ دیني ارزښتونه پایمال کړي.
د مسلمانانو د ایمانونو کچه یې معلومه کړه او اوس ښه په جرئت سره زموږ پر ارزښتونو ملنډې وهي.
ږیره خرېیل، د ږیرې جوړولو قسما قسم ډولونه، نیم بربنډ لباسونه، کنسرټونه، ښځینه سندرغاړې، د هلکانو نڅول، د هلکانو ساتل، جنسي تیري، جنسي ځورونې، د نجونو تښتول، راډیوگانې، په ټلویزونونو کې نیم بربنډ فلمونه او سلگونه نورې هغه ډالۍ دي، چې کفارو په خپلو پروژو کې را خیستې د مسلمانانو ځوانانو د بربادۍ/تباهي له پاره.
د پورته یادو شویو شیانو سره زمونږ مسلمانان بلد نه و، خو اوس یې هره ورځ ګوري، اوري، او لولې یې، اوس دغه شیان زموږ د ځوانانو د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.
زموږ د ډېرو ځوانانو اخلاق بېخي صفر دي.
د مشرانو درناوی نشته، پر کشرانو شفقت نشته، لباسونه او چال چلند یې ټول فلمي شوی دی.
د ډېرو ځوانانو په غاړو کې هارونه، څو ګوتمې، لاس‌ بندونه، لنډې جامې، او بېلابېل وېښتان جوړول چې مونږ ورسره د ورځې څو ځله مخ کېږو او دغه ځوانان په دې کارونو هېڅ د شرم احساس نه کوي، بلکې دا ورته ویاړ ښکاري، چې ځانونه د هندي، امریکايي او هالیوډې فلمونو د اداکارانو غوندې جوړ کړي او د هغوي پېښې وکړي.

امین غیرت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button