عبدالستار سعادت: د نړۍ فاسد مشران ابوظبۍ ته پناه وړي

عزم(‌شنبه، ۰۶وږی، ۱۴۰۰ل): د اشرف غني پخوانی حقوقي سلاکار عبدالستار سعادت وايي، د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې چې چارواکي په اداري فساد تورن شي، عرب متحده اماراتو ته پناه وړي.

نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې له دې وړاندې د ټایلنډ لومړی وزیر، د هسپانیې پخوانی پاچا او اشرف غني هم ابوظبۍ ته پناه یوړه.

«تسکین شینوارتا د ټایلند لومړی وزیر په فساد تورن شو؛ ابوظبۍ ته وتښتېد«۲۰۰۸». سږ کال د هسپانیې پخوانی پاچا جان کارلوس د فیلانو غیرقانوني ښکار او فساد د تورونو نه پس ابوظبۍ ته پناه یوړه او دا دی غني هم د تېرو غلاو سربېره ۱۶۹ میلیونه نورو ډالرو سره وروتښتېد. همدا اوس درېواړه هلته دي.»

د ښاغلي سعادت په خبره، د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف هم اماراتو کې پناه اخیستې وه.: «د پاکستان پخوانی دېکتاتور پروېز مشرف هم چې د دې هېواد د محکمې له لوري د خیانت په تور محکوم شو، اماراتو کې پناه واخېسته. یاد هېواد د بدنامو، ناکامو، خپلو هېوادونو او خلکو ته د خاینو رهبرانو د تېښتې او پناه ورکولو ځای دی. دوی چې د هر ځای وي، بڼکې یې یو شان دي.»

کابل ته د طالبانو د راتګ پر مهال اشرف غني لومړی عمان ته وتښتېد، خو له هغه وروسته ویل کېږي چې په ابوظبۍ کې دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button