سوداګرۍ خونه: طالبانو د سوداګرۍ اړوند د ټولو ستونزو د حل ډاډ ورکړی

عزم(‌دوشنبه، ۰۸وږی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر انجینر سید اکبر اغا سره په لیدنه کې یې د دې خونې په شته ستونزو ورسره خبرې کړي دي.

د یادې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، په اوسني وضعیت کې د هېواد سوداګري له بې شمېره ستونزو او ننګونو سره مخ ده او هیله لري چې طالبان به د دوی شته ستونزې حل کړي.

د مومند په خبره، د کراچۍ، تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او نورو بندرونو کې شته ستونزو، ګمرکي تعرفو، د سوداګرۍ او ماليې وزارتونو د دندو تفکیک، په ګمرکونو کې د سیستمونو فعالولو او د آپټا تړون د اعتبار مودې پای ته رسېدو په اړه باید د سوداګرۍ وزارت کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه، په  اقتصاد او سوداګرۍ کې د صرافۍ رول، د صرافۍ فعالیتونو په وړاندې شته ستونزو او ننګونو، د صرافۍ او بانکونو ترمنځ اړیکې، په بانکونو کې د سوداګرو مېلیونونه ډالرو بندېدلو او د دې بانکونو له لوري د یوه منظم پلان له مخې عدم تادیې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

د دې خونې چارواکو وویل، په تورخم او سپین بولدک بندرونو کې د سوداګرو ۱۰ کانتیرونه درول شوې، چې له امله یې په بازارونو کې نرخونه پورته تللي دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزیر انجینر سید اکبر اغا وايي، د سوداګرۍ خونې د شته ستونزو په اړه به جدي ګام پورته کړي او اورېدلي وړاندیزونو ته به د حللارې پیدا کړي.: «یادې ټولې ستونزې به د اسلامي امارت اقتصادي کمېسیونن سره شریکې او هڅه به وکړي چې یادو ستونزو ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همغږۍ کې د حللارې چارې ولټوي.»

نوموړي وویل، د بانکونو او صرافيو ستونزو ته د حللارو لټول او د اسکیودا سیستم فعالول د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: