رویټرز اژانس: په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې ماشومان هم وژل شوي

عزم (دوشنبه، ۸وږی ۱۴۰۰): انګلیسي ورځپاڼې رویټرز اژانس په کابل کې د امریکایي بې پیلوټې الوتکې پروني برید ته پام اړولی.
که څه هم امریکایان وایي چې په برید کې یې ۹ داعش وسله وال وژلي، خو سیمه ییز خلک یې شمې کم بولي.
AP اژانس هم د طالبانو له قوله ویلي چې برید کې یوازې یو داعشي وسله وال وژل شوی.
خو رویټرز اژانس بېا لیکي: دغه برید چې له باردو او وسلو په ډک موټر شوی څو ماشومان هم پکې وژل شوي، خو کره شمېر یې نه دی څرګند شوی.
رویټرز لیکلي: ” د سیمه ییزو راپورونو له مخې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې نهه کسان وژل شوي، چې په کې یو شمیر ماشومان هم شامل دي. دا ارقام نه دي تایید شوي؛ خو د امریکا مرکزي قوماندې ویلي چې دوی د ملکي تلفاتو احتمال ارزوي”.
ورځپاڼې همداراز د امریکایي ځواکونو له خولې لیکلي چې وايی: په موټر کې چاودیدونکي توکي او ځانمرګي برید کونکي وو چې ټاکل شوې وه د کابل هوایي ډګر په نیږدې وخت کې په نښه کړي.
داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید وویل شي چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د داعش ډلې په یو برید کې د کابل هوایي ډګر ترڅنګ ولاړ لسګونه عام افغانان، ۱۳ امریکایي پوځیان او دوو بریتانوي وګړي ووژل شول.