د کفري لښکر وروستی عسکر هم ولاړ!

وفی الله وحید
هري خواته دامن فضاء خپره وه،عدالت تامین وو اسلامي نظام حاکم وو.
تازه هیواد له ملوک طوایفۍ ژغورل شوی وو دلته دپاټکیزم مردار طوفان ختم شوی وو.
دارګ په شمول په ټول هیواد کي اسلامي پرچم هسک وو،د غربي میراث پتلون او نیک ټایې ځای پګړۍ او پښتني لباس نیولی وو، دهیواد مشر موامیرالمومنین وو.
هغه عابد،متقي،پاک نفسه،او محکم انسان وو،کابینه یي هم دده پشان روغه،او له نیمګړتیا پاکه وه.
په محاکمو کي عدالت تامنیده حدونه،تعزیرونه او جزاګانې تطبیق کیدي،په اقتصادي لحاظ څه مشکیلات وو خو هغه هم دسمیدو پر خوا روان وو.
په هیواد کي غلا،زنا،قتل،ترور،اختطاف،غصب او نور جنایتونه بیخي صفر وو.
په نړۍ کي دشیطان لښکر بیا دا نشوای زغملای،دا پاک هیواد یي مخ پر ودي نشوای لیدلای،دهغوی په ناوړه ذهنونو کي دا فکر وو چي هسي نه دا مسلمان نظام یو وخت دعثماني خلافت په شان دنړۍ زبر ځواک شي.
هغوی له اسلام سره دخپلي طبیعي دښمني له امله دا هڅه پیل کړه چي دا نظام ونړوي.
لومړی يي د داخلي کرایه شویو جاسوسانو په مټ کوشش وکړ چي دپاڅون په نوم ډرامه پلي کړي،مګر دلته ملت پوهیده چي حقیقت څه ده او په حق څوک دي؟نو یي دهغوی دا شوم پلان ورخنثی کړ.
وروسته چي په نړۍ کي داسلامي نظام دنفاذ احتمال ډیر شو نو دي شیطاني لښکر دخپل مشر شیطان(امریکا)په مشري دټولو نړیوالو پوځي او سیاسي نورمونونو په خلاف مستقیماً په دي معصوم هیواد یرغل وکړ او دلته یي افغانانو ته خپل وحشي صفات ورښکاره کړل.
هغوی دلته خپل وحشت انتها ته ورساوه،جنایتونو سور ونیو ځکه چي هغوی ددي ټولني دتیروختونو جنایتکاران تش په نامه حاکمان کړل دي ډلي بي له جنایت کولو نور هيڅ نشوای کولای ځکه واک ټول له اشغالګرو سره وو.
هغوی دلته په اصل کي داسلام او اسلامپالي ایډیالوژۍ په ضد سخت تبلیغات وکړل شل کاله یي دلته فکري او نظامي جګړه ګرمه ساتله دوی دبریا په تمه وو خو خبر نه وو چي دلته داحمدشاه،میرویس او سلطان محمودغزنوي غیرت او مسلماني لا ددي هیواد په عمر،منصور او حقانیانو کي کي پاته ده،هغوی خبر نه وو چي ددي هیواد زلمیان ددین لپاره ځان سوځولول او قربانول عادي ګڼي نه وو خبر چي دلته دفدایانو لسګونه کاروانونه دي .
اهوکې نو دوی مبارزه وکړه خو له ماتي پرته بل هیڅ په لاس ور نه غلل اوس یي نو خپل وروستی عسکر په داسي حال کي له افغانستان څخه ووت چي تر شایې افغانې غازیان په هسکه غاړه ولاړل ول.
دامریکا متحده ایالات یادوم؛ دنړیوالې ترهګرۍ مخکښ هیواد .
پای

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button