هېواد ورځپاڼه: د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته طالبان باید ډېر پام امنیت ته وکړي

عزم(‌سه‌شنبه، ۰۹وږی، ۱۴۰۰ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې«هېواد» په خپله نننۍ سرلیکنه کې د امریکايي عسکرو په وتلو او د طالبانو په مسوولیتونو بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي: امریکا له طالبانو په بیا بیا په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په پاتې کېدو ټینګار کاوه، خو د طالبانو له لوري د رد ځواب ورکړل شو.

«نن سې شنبې د اګېست ۳۱مه له افغانستانه د بهرنيانو او د هغوی د افغان کارکوونکو د ايستلو يا تخليې وروستۍ ورځ ده، امريکا او نړيوالې ټولنې چې ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه هم ورسره وه، د دې تخليې د وخت د غځولو پرله پسې غوښتنې وکړې، خو ونه منل شوې،بيا هم هڅې کېږي، چې هغوی خپل کسان وباسي.داسې هڅې هم کېږي، چې په کابل کې دې تر ګواښ لاندې کسانو ته شنه ساحه رامنځته کړل شي، خو تر اوسه طالبانو ورسره په دې اړه هوکړه نه ده کړې او دا وړانديز يې رد کړی دی.»

د سرلیکنې له مخې، امریکا د افغانستان اسعاري زېرمه کنګل کړې، خو د نړۍ یو شمېر هېوادونه هڅه کوي چې دغه پیسې بېرته ازادې کړي.:«په ورته وخت کې يو شمېر هېوادونه هڅه کوي، چې له افغانستان سره د نړيوالو مرستې او همکارۍ راجلب کړي، په دې برخه کې روسيې پرون له امريکا وغوښتل چې د افغانستان اسعاري زېرمه او د پيسو پشتوانه ازاده کړي. امريکا وروسته له دې چې دوې اوونۍ پخوا کابل ونيو، د افغانستان اسعاري زېرمه بلاک يا کنګل کړه. د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ووېيل:«که لوېديځ همکاران مو له زړه د افغانانو د برخليک په اړه اندېښنه لري، دوی بايد د افغانستان د اسعاري زېرمو په کنګل کولو د دوی لپاره نورې ستونزې جوړې نه کړي.»

ورځپاڼې لیکلي: طالبان باید د هېواد امنیت ته جدي پام وکړي او د دې ترڅنګ رسمي دندې پیل کړي چې اقتصادي څرخونه په حرکت راشي.

«بل لوری د چين د بهرنيو چارو وزير له خپل امريکايي ساري سره په ټېلفوني خبرو کې ووېيل، نړيواله ټولنه بايد له طالبانو سره د افغانستان د نويو واکمنانو په توګه خبرې پيل کړي او هغوی ته مثبته لارښوونه وکړي. د چين د باندنيو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، وانګ يي خپل امريکايي ساري انتوني بيلنکن ته ووېيل، واشنګټن بايد له نړيوالې ټولنې سره همکاري وکړي، چې افغانستان ته د بشري او اقتصادي مرستو امکان برابر شي او همداراز په افغانستان کې له نوي حکومت سره مرسته وکړي چې عادي اعمال ولري او په افغانستان کې ټولنيز ثبات ټينګ شي. ښايي د بهرنيو ځواکنو له تخليې وروسته طالبانو د هوايي ډګر کنټرول تر لاسه کړي او تر پخوا ډېر د خپل هېواد امنيت او ثبات ته ځير کړل شي، چې دا ستره غوښتنه ده، د دې تر څنګ طالبانو ته دا هم مهمه ده، چې رسمي دندې له ژمنې سره سمې پيل کړي، چې ورسره اقتصادي څرخونه پر حرکت راشي، ځکه هېواد له ستر اقتصادي بحران سره مخ دی، خو تر دې هم ستره مهمه دنده داده، چې طالبان بايد د هېواد امنيت ته ډېر ځير شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: