د تاريخ يوه زرينه پاڼه

نبي کريم صلی الله عليه وسلم (۱۰) ترونه لرل، چې دوو يې اېمان راوړی وو؛ سيدالشهداء حمزه او حضرت عباس رضی الله عنهما. ابوطالب يې هم تره و او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د هغه تر څنګ ولاړ و؛ مرسته او ملاتړ يې کاو، خو اېمان يې را نه ووړ. خو د ده (ابوطالب) اولاد د اېمان خوند څکلی و او د پلار غوندې د نبي عليه السلام کلک او قوي ملاتړي وو. همدارنګه د عباس رضی الله عنه زامن هم په اسلام مشرف شوي وو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو سکنی تره، حارث نومېده او د هغه يو زوی و، چې په ابوسفيان رضی الله عنه مشهور و. هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم رضاعي ورور و، ځکه چې حليمې رضی الله عنها شيدې ورکړې وې. همزولی يې هم و او نژدې دوست او ملګری يې هم و.
کله چې رسول مقبول صلی الله عليه وسلم په بعثت او رسالت سره ونازل شو، نژدې ملګرو يې اېمان پرې راووړ، ولې د ده د تره زوی، رضاعي وررور، همزولی او نژدې ملګری ابوسفيان بن حارث رضی الله عنه له دې نعمته بې برخې پاتې شو او زياته لا دا چې، د هغه خلاف يې مبارزه پېل کړه او د هغه په غندنه کې يې اشعار ويل. تر دوه ويشتو کلونو پورې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ملګرتيا او صحبته لرې پاتې و. کله چې هغه د مکې مکرمې د فتحې په نيت راوخوځېده، نو ابوسفيان وويل: اوس چېرته لاړ شم؟ د چا ملګرتيا وکړم؟ له چا سره ميشت شم؟ چې مېرمنې يې دا خبرې واورېدې، ورته ويې ويل: لاړ شه، د رسول الله صلی الله عليه وسلم مخې ته ورشه، هغه ډېر رحيم او زړه سواند دی، عرب او عجم يې تابع شوي، ته بايد مخکې لا ورغلی وای!! نوموړي چې د خپلې مېرمنې دا خبرې واورېدلې، خپل زوی (جعفر) يې له ځان سره کړ او د هغه (رسول الله) مخې ته ورغلل. مخ يې پټ کړ، چې څوک يې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته له رسېدو وړاندې و نه وژني. هغه ته يې ځان ور ورساو، مخ يې لوڅ کړ او هغه ته مخامخ شو، ولې هغه مخ بل لور ته ترې واړاو. بيا هغې خوا ته ورغی، هغه بل طرف ته مخ ترې وګرځاو. نوموړی خپه شو، ولې له خپل هوډه و نه ګرځېده. د رسول الله صلی الله عليه وسلم تره (عباس رضی الله عنه) ته ورغی، هغه ته يې خپله کيسه بيان کړه، خو کومه مثبته نتيجه يې ترلاسه نه کړه، نو ابوبکر صديق رضی الله عنه ته ورغی، هغه هم د ده د ګټې لپاره څه و نه شو کړای، بيا د خپل تره زوی (علي رضی الله عنه) ته ورغلو، هغه ورته وويل: ورشه او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د حضرت يوسف عليه السلام د وروڼو خبره وکړه: «قالوا تالله لقد اثرک الله علینا وان کنا لخاطئين» هغوی وويل: «په الله جل جلاله قسم! الله جل جلاله ته پر مونږ باندې غوره کړې او يقيناً مونږ خطاکار وو.» نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: «لا تثريب عليکم اليوم یغفرالله لکم وهو ارحم الراحمين» نن پر تاسو هيڅ ملامتي نه شته. الله جل جلاله دې تاسو ته بښنه وکړي، هغه له ټولو رحم کوونکو څخه ډېر رحم کوونکی دی.
بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم خبرې ورسره وکړې، هغه مکې مکرمې ته ننوت، هغه يې فتحه او کعبه يې له بُتانو څخه پاکه کړه، له هغه وروسته د حُنين غزا ته روان شو، په دې غزا کې ځينې مسلمانان د دوی ډېرښت او کثرت ته خوشحاله شول. الله جل جلاله دا خوښ نه کړل، نو مشرکانو پر مسلمانانو باندې غشي ورول پېل کړل. قرآن هغه داسې بيانوي: «لقد نصرکم الله فی مواطن کثيرة يوم حنين اذ اعجبتکم فلم تغن عنکم شيئا وضاقت علیکم الارض بما رحبت ثم ولیتم مدبرين» حقيقت دا دی چې الله جل جلاله په ډېرو ځايونو کې ستاسو مرسته کړې ده او (په ځانګړي ډول) د حنين په ورځ، چې ستاسو ډېروالي تاسو په تعجب کې اچولي وی، «۱۹» خو هغه ډېروالي تاسو نه څه ايسار نه کړل او زمکه له پراخوالي سره درباندې تنګه شوه، بيا مو شا کړه او (له ډګره) وتښتېدئ.
په دې مهال صحابه کرام رضی الله عنهم له هغه څخه خواره واره شول، عباس او ابوسفيان بن حارث رضی الله عنهم او يو لږ شمېر کسان ورسره پاتې شول. ابوسفيان رضی الله عنه د زمري په څېر په مشرکانو پسې و او هغوی يې په تورو وهل: رسول الله صلی الله عليه وسلم له عباس رضی الله عنه نه وپوښتل: دا څوک دی؟ هغه ورته وويل: دا ابوسفيان بن حارث دی. نو هغه دعا ورته وکړه او ترې خوښ شو.
ابوسفيان رضی الله عنه به تل له نبي عليه السلام سره ملګری و، مخکې يې چې کوم ځواک د اسلام خلاف استعمال کړی و، اوس يې د اسلام د دعوت او جهاد لپاره او د الله جل جلاله د عبادت لپاره ملا وتړله. رسول الله صلی الله عليه وسلم عايشې رضی الله عنها ته وويل: هغه زما د تره زوی ابوسفيان دی، له ټولو خلکو مخکې مسجد ته راځي او له ټولو وروسته له جوماته وځي!
حضرت ابوسفيان بن حارث رضی الله عنه د اسلامي دعوت د نشر لپاره ډېرې منډې ترړې ووهلې او بالاخره د سيدنا فاروق اعظم رضی الله عنه د خلافت په مهال، په ۲۰ هـ له دې نيمګړې نړۍ څخه خپل تلپاتي کور ته وکوچېده. عمر رضی الله عنه يې د جنازې لمونځ اداء او په دارعقيل بن ابوطالب کې خاورو ته وسپارل شو.
رضی الله تعالی عنهم

ليکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: