د نړۍ له عجایبو: امریکا کې د اوبو په ځړوبی کې همیشنۍ لمبه

د امریکا په متحدو ایالتونو کې دا په طبیعي توګه رامنځ ته شوی یو غیرعادي ابشار (ځړوبی) دی چې په منځ کې یې دننه یوه همیشنۍ ژیړ رنګه لمبه ښکاري.
د دې طبیعي پدیدې په اړه ویل کیږي چې په ابشار یا ځړوبي کې دننه د طبیعي ګازو د وتلو یو سوری دی چې هغه اور اخلي.
کله ناکله دا اور ګل کیږي چې باید بیا ولګول شي.
ځینې خلک باور لري که څوک دا لمبه لمس کړې نیکمرغه کیږي.
خو لا هم کوم داسې کره ساینسي ثبوت نه شته چې معلومه کړې په ځړوبي کې ولې اور بلیږي؟
خو سره له دې هم هر کال زرګونه خلک د یاد ابشار لیدلو او سیل ته ورځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: