کندهار ښار دتاریخ په اوږدو کې

لیـــکوال : حـــمزه الیاس

:دکندهار ښار حصار
د کندهار د ښار حصار چې په ۱۱۵۱ هــــ ق کې د نادر شاه افشار له خوا جوړ شوی دی ، مغولي شاه جهان د(اتو لکو رپو په لګښت بیا له سره ترمیم کړ) په یو پراخه سیمه کې دکندهار دښار بنسټ هغه مهال کېښول شو، چې احمد شاه بابا دپاني پت تر جګړې وروسته هیواد ته راستون شو په لرغوني نوم يې داراکوزیه اوبیا دمقصود ښار اوداحمدشاهي ښار په نامه يادوي ، وروسته داشرف البلاد لقب ورکړل شو
دکندهار ښار دساختماني جوړښت له مخې په مستطیل شکل جوړ شوی اویوحصار ترې راتاؤ شوی و، چي لوړ لوړ برجونه يې درلودل ددې نوي ښار څلورو خواوو ته څلور دروازې درول شوې وې ، سلامخانه اوشاهي ارګ يې درلودل چې دا دروازې په لاندې توګه ښودل شوي دي
دلویدیځ دروازه یادشمال بازار دعیدګاه ددروازې په نوم اویا دشاه بازار دروازه
جنوب ته دشکارپور دروازه ، یا دشکار پور بازار
ختیځ ته دکابل دروازه شمال ته دهرات دروازه
داقتصادي ، تاريخي ، فرهنګي ، اوستراتیژ ي اهمیت له مخې کندهار ښار دهیواد له مهمو ښارونو څخه و
نادر شاه دخپلو لښکر کشیو په ترڅ کې ، چې دهیواد په لویدیزو او جنوب لویدیزو سیمو کې ترسره کړي دي ، دکندهار ښار پخپل یوپو ځي مرکز واړاوه بیا يې هلته یو پخه کلا هم جوړه کړه ددې کلا په جوړولو يې هغه وخت پیل وکړ ، چې دشیر سرخ دمزار په سیمه کې يې خپله قرار ګاه واړوله ،نوله ځنډه پرته يې هلته دیوې پوځي کلا پرجوړولو لاس پورې کړ
ددې کلا ددېوالو نو اوقرارګاه په جوړولو کې يې دکلیو بې وسلې ،بزګران اوافغاني بندیان وګومارل داکلا ترجوړیدو وروسته پرنادرآباد ونومول شوه ددې کلا دویجاړوشویو دېوالونو پاتې شوني اوس هم شته
نادر شاه ددې پو ځي کلا په واسطه وکړای شول ، چې ځان دکندهاریانوله بریدونو اوشبخونونو وژغوري همداشان يې هلته دیوالونو په یوه کیلو مترۍ کې جنګي برجونه جوړ کړل ، چې ددووبرجونوپه منځ کې دسلو مترو په فاصله لس لس تنه وګومارل شول اوپه دې ترتیب نه یوازې دکندهار دښار کلابندي سخته شوه بلکې ځانته يې ښه ډاډمن پناه ځای هم جوړ کړ
تاریخي اسناد ښيې ، چې په پورتنیو جګړو کې دکندهار په شاوخوا کې یو شمیر نورو پخو کلاګانو اودهغو حصارونو ته هم اشاره شوې ده ، چې یوه يې دکشک (کوشک) کلا ده چې په ۱۱۶۸ هـــ ق کې داحمدشاه بابا له خوا آباده شوې ده او د کندهار له کلاسره په یوه وخت کې جوړه شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button