دوستي او دښمني په اسلام کې!

الحمدلله والصلاة والسلام علی نبينا محمد وآله واصحابه من اهنتدی بهداه، وبعد:
بېشکه له الله جل جلاله او د هغه له رسول صلی الله عليه وسلم ورروسته د الله جل جلاله له دوستانو اولياؤ سره مينه او محبت او د هغه له دښمنانو سره دښمني واجبه ده. نو دا د اسلامي عقيدې له اصولو څخه دي، چې هر مسلمان دا عقيده لري، پر هغه واجب او لازم دي، چې هغه د دې له پېروانو (منونکو) سره مينه او دوستي وپالي او د دې (عقيدې) له دښمنانو سره دښمني څرګنده کړي. د توحيد او اخلاص پېروان خوښ کړي، مينه ورسره وکړي او د شرک له پلويانو سره کينه وساتي او دښمني ورسره وکړي. دا د ابراهيم عليه السلام له ملت څخه دی او د هغه د ملګرو کړنلاره ده. هغه کسان چې پر دوی پسې پر اقتداء باندې مونږ ته امر شوی، څنګه چې الله سبحانه وتعالی وايي: [قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌۭ فِىٓ إِبْرَٰهِيمَ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ إِذْ قَالُوا۟ لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَءَٰٓؤُا۟ مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ ٱلْعَدَٰوَةُ وَٱلْبَغْضَآءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَحْدَهُۥٓ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَآ أَمْلِكُ لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍۢ ۖ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ ٱلْمَصِيرُ.]
ژباړه: ستاسو لپاره په ابراهيم (عليه السلام) او د هغه په ملګرو کې غوره نمونه (بېلګه) شته. کله چې هغو خپل قوم ته وويل: «زمونږ له تاسو سره او تاسو چې له الله پرته د کومو شيانو عبادت کوئ، له هغو سره هيڅ تعلق نه شته. مونږ ستاسو (له عقائدو) منکر يو او زمونږ او ستاسو ترمنځ د تل لپاره دښمني او کينه پيدا شوه، تر څو تاسو په يوه الله جل جالله باندې اېمان را نه وړئ.
د ممتحنه سورت، ۴ آيت.
او دا د محمد صلی الله عليه وسلم له دين څخه دي. الله تعالی وايي: [ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْيَهُودَ وَٱلنَّصَٰرَىٰٓ أَوْلِيَآءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍۢ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُۥ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ]
ژباړه: اې مؤمنانو! يهود او نصاری ملاتړي (دوستان) مه نيسئ. دوی خپلو کې د يو بل ملګري دي. او له تاسو څخه چې څوک له دوی سره دوستي کوي، نو هغه به له دوی څخه وي. بېشکه الله جل جلاله ظالمانو ته هدايت نه کوي. د مائده سورت، ۵۱ آيت.
او دا له اهل کتابو سره د دوستۍ د حرمت په اړه په ځانګړي ډول دی او له کفارو سره د دښمنۍ د حرمت په اړه په عام ډول الله جل جلاله وايي: [يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ عَدُوِّى وَعَدُوَّكُمْ …]
ژباړه: اې مؤمنانو! زما له دښمنانو او ستاسو له دښمنانو څخه دوستان مه نيسئ. د ممتحنه سورت، لومړی آيت.
بېشکه الله جل جلاله پر مؤمن باندې له کافرانو سره دوستي حرامه کړې ده، که څه هم هغوی په نسب کې ده ته ډېر نژدې وي. الله تعالی وايي: [يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوٓا۟ ءَابَآءَكُمْ وَإِخْوَٰنَكُمْ أَوْلِيَآءَ إِنِ ٱسْتَحَبُّوا۟ ٱلْكُفْرَ عَلَى ٱلْإِيمَٰنِ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ]
ژباړه: اې مؤمنانو! که ستاسو پلرونه او وروڼه له اېمانه کفر ډېر خوښوي، نو هغوی خپل سرپرستان مه جوړوئ او څوک چې دوی سرپرست جوړوي، نو همدوی ظالمان دي. د توبه سورت، ۲۳ آيت.
او الله تعالی وايي: [لَّا تَجِدُ قَوْمًۭا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْءَاخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَآدَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَوْ كَانُوٓا۟ ءَابَآءَهُمْ أَوْ أَبْنَآءَهُمْ أَوْ إِخْوَٰنَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ ۚ…]
ژباړه: کوم کسان چې په الله جل جلاله او د اخرت په ورځ باندې اېمان لري، دوی به ته داسې و نه مومې، چې له هغه چا سره دوستي کوي، کومو چې له الله جل جلاله او د هغه له رسول صلی الله عليه وسلم سره يې مخالفت کړی دی. که څه هم هغوی د دوی پلرونه وي يا د دوی اولاد وي یا د دوی وروڼه وي او يا د دوی کورنۍ وي. د مجادله سورت، ۲۲ آيت.
او ډېرو خلکو دا ستر اصل هېر کړی او ترې ناخبره دي. تر دې چې علم او دعوت ته له منسبو ډېرو کسانو څخه مې په راډيو کې اورېدلي، چې ويل يې: نصارا (عيسويان/مسيحيان) زمونږ وروڼه دي. افسوس، د دوی په دې خطرناکه وينا!!
او څنګه چې الله سبحانه وتعالی د اسلامي عقيدې له دښمنانو کفارو سره دښمني واجب کړې ده، همدغه رنګه يې له مؤمنانو سره دوستي او مينه واجب کړې. الله تعالی ويلي: [إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُمْ رَٰكِعُونَ*
وَمَن يَتَوَلَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَإِنَّ حِزْبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْغَٰلِبُونَ]ژباړه: (اې مسلمانانو!) ستاسو ملاتړی الله (جل جلاله)، د هغه رسول (صلی الله عليه وسلم) او هغه مؤمنان دي، چې لمونځ اداء کوي او زکات ورکوي او هغوی (له زړه نه) الله (جل جلاله) ته سر ټيټوي. او څوک چې له الله، د هغه له رسول او مؤمنانو سره دوستي (مينه) کوي، نو (هغه د الله جل جلاله په ډله کې شامل شو) او د الله (تعالی) ډله به برلاسې کيږي. د مائده سورت، ۵۵ او ۵۶ آیتونه.
او الله تعالی ويلي: [مُّحَمَّدٌۭ رَّسُولُ ٱللَّهِ ۚ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ أَشِدَّآءُ عَلَى ٱلْكُفَّارِ رُحَمَآءُ بَيْنَهُمْ ۖ …] محمد (صلی الله عليه وسلم) د الله (جل جلاله) رسول دی. او هغه کسان چې له ده سره دي، هغوی د کافرانو په مقابله کې ډېر سخت دي (او) په خپلو منځو کې په يو بل زړه سواندي دي. د فتح سورت، ۲۹ آيت.
او همدارنګه الله سبحانه وتعالی وايي: [إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌۭ فَأَصْلِحُوا۟ بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ]ژباړه: حقيقت دا دی، چې ټول مسلمانان سره وروڼه وروڼه دي. د حجرات سورت، ۱۰ آيت.
نو مسلمانان په دين او عقيده کې سره وروڼه دي، که څه هم د دوی نسبونه، وطنونه او زمانې سره لرې دي. الله جل شانه ويلي: [وَٱلَّذِينَ جَآءُو مِنۢ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا ٱغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَٰنِنَا ٱلَّذِينَ سَبَقُونَا بِٱلْإِيمَٰنِ وَلَا تَجْعَلْ فِى قُلُوبِنَا غِلًّۭا لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ رَبَّنَآ إِنَّكَ رَءُوفٌۭ رَّحِيمٌ]
ژباړه:او (دا د فئ مال) د هغو کسانو هم حق دی، چې له دې (مهاجرو او انصارو) وروسته راغلي. هغوی دا وايي: «اې زمونږ ربه! مونږ ته هم بښنه وکړه او زمونږ وروڼو ته هم، چې هغو له مونږ مخکې اېمان راوړی او زمونږ په زړونو کې د اېمان لرونکو لپاره کينه مه ساته. اې زمونږ ربه! همدا ته ډېر نرمي کوونکی، خورا مهربان يې. د حشر سورت، ۱۰ آيت.
مسلمانان له لومړي پيدايښت څخه تر پايه پورې، که هر څومره د دوی هېوادونه سره لرې وي، زماني واټن يې سره لرې وي، نو دوی سره وروڼه دي، يو تر بله سره مينه و محبت کوونکي وي. وروستني په مخکينيو پسې اقتداء وکړي، ځينې يې ځينو نورو ته بښنه وغواړي او يو بل ته دعاء وکړي.

لیکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: