طنز: پښېمان فالګر (فالي)

یو تن له خپل فالي ملګري نه ډیر په تنګ شوی و، ځکه هغه به یې هره ورځ د لاس لیکې (کرښې) کتلې او ویل به یې چې نن به ستا فلانکی ارمان او بیستانکی خواهش پوره شي.
د ده دغې چارې یې ملګری بیخي تر پوزې راوستی و، نو هماغه و چې ملګري یې د غلي کولو په ترکیب فکر پیل کړ.
په بله ورځ چې د فالګر ملګری ورسره مخ شو نو له ستړې مشې وړاندې یې ورته وویل: فالي یاره! زما د لاس په کتلو سره را ته ویلې شې چې ایا نن به زما هدف او غوښتنه پوره شي که نه؟
فالګر په خندا ورته وویل: هو، ولې نه. زه ۱۰۰ فیصده یقیني یم چې ستا هیله نن پوره کیږي.
نو دوست یې لاس ور وغځاوه: که داسې وي نو بېا خو نن له جیب نه یو پنځه زری (۵۰۰۰ روپۍ) راوباسه!
فالي د خپل ملګري له ځواب اورېدلو سره نېغ ولوېده او د پښېمانۍ لاسونه یې په سر راکش کړل.

ژباړه:سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: