م.م وايي، په اوکراين کي دوژل شویو کسانو شمېره ۹ زرو ته رسېدلې

دملګرو ملتونو دبشري حقونو ادارې ویلي، چي داوکراین په ختیځ کي دجګړو له کمېدلو سره سره دوژل شويو کسانو شمېره ۹۰۰۰ تنو ته رسېدلې ده.

دملګرو ملتونو په راپور کي ویل شوي، چي د۲۰۱۴ کال له اپريل میاشتي راهیسي، چي په دغه هیواد کي دغه جګړې پيل شوې دروان کال ترنومبر میاشتي پوري ۹۰۹۸ کسان وژل شوي او ۲۰ زره اوه سوه ۳۲ کسان ټپیان شوي دي.

په دغو وژل شویو کسانو کي ولسي وګړي، اوکرایني پوځیان او روس پلوه بېلتون غوښتونکي شامل دي.

دملګرو ملتونو دبشري حقونو اداره وايي، چي په اوکراین کي دشخړو دکمېدلو ستر لامل دجګړې له ډګره دبېلتون غوښتونکو او حکومت له لوري ددرندو وسلو ایستل دي.

که څه هم دسپتمبر په میاشت کي دنوي ترسره شوي اوربند راوروسته ددغه هیواد په ختیځ کي جګړې کمي شوي، خو بیاهم وخت ناوخته ددواړو لوریو ترمنځ جګړې رامنځ ته کیږي.

دملګرو ملتونو دبشري حقونو اداره داوکراین په جګړو کي دوژل شویو کسانو شمېرې په داسي مهال اعلانوي، چي څه موده وړاندي دجرمني استخباراتو وویل، چي داوکراین په جګړه کي ترر۵۰ زرو زیات کسان وژل شوي اولسګونه زره نور ټپيان شوي دي.

عادل خپلواک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button