رویټرز او الجزیزه: ښايي طالبان چین سره اقتصادي ملګرتیا پیل کړي

عزم (یکشنبه، ۱۴وږی ۱۴۰۰): که څه هم له تېرو دوو میاشتو راهیسې په لویدیځو او نورو نړیوالو رسنیو کې د افغانستان خبرونه تر بل هر وخت زیات شوي، خو په دې وروستیو کې بیخي ډیره پاملرنه ورته شوې.
تازه الجزیزه انګلیسي او روېټرز اژانس د افغانستان په وروستي اقتصادي وضعیت لیکنې او راپورونه خپاره کړي.
الجزیزه په یوه اوږده مقاله کې له چین سره د طالبانو ښو اړیکو ته پام اړولی او لیکلي یې دي، چې ښايي طالبان د نوې واکمنۍ له اعلان سره سم چین سره اقتصادي ملګرتېا پیل کړي.
مقالې زیاته کړې: «طالبان به د چین په مرسته د افغانستان د اقتصادي وضعیت ښه والي له پاره مبارزه وکړي».
د مقالې د لیکوال په اند: افغانستان له چین سره په پوله ډیر کانونه او نورو سیمو کې هم ګڼې طبعي زخیرې لري او که چین ته د پانګونې فرصت ورکړل شي، ښايي د افغانستان له لویدلي اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي او افغانستان له یو ښه او نسبتاً باثباته اقتصادي حالت سره مخ شي.
د الجزیرې مقالې وړاندې زیاته کړې: له طالبانو سره د چین ښو اړیکو او په کابل کې د یاد هېواد پرانیستې سفارت ته په کتلو سره دا وړاندوینه بیخي سمه ده، چې چین به د طالبانو په واکمني کې د افغانستان دننه هومره اثر و رسوخ ولري، څومره اغېزمنتیا چې په تېرو ۲۰ کلونو کې امریکا او لویدیځو هېوادونو درلوده.
روریټرز اژانس بیا لیکلي: نوې ټکنالوژي، عصري کرنیز، روغتیايي او پوهنیز سیستمونه هغه څه دي چې چین پکې خلاص مټ باندې له افغانستان سره مرسته کولی شي.
د اژانس د راپور له مخې: د امریکایانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د پراخې پانګونې او سوداګرۍ یوه ښه موقع په لاس ورغلې او هغوی به هیڅکله دغه چانس ضایع نه کړي.
رويټرز زیاتوي: چین ښايي د افغانستان له لارې ځینو نورو هېوادونو سره هم اړیکې ټينګې کړي او په افغانستان کې به پراخ کاري زمینې مساعدې شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button