په نړۍ کې تر ټولو سوروره (سور لرونکې) ونه چیرته ده؟

عزم (یکشنبه، ۱۴وږی ۱۴۰۰): ښایي په خپلې سیمې، ګاونډیو ولایتونو او یا د هېواد په ځینو نورو سیمو کې مو دومره سور لرونکې او پلنه ونه لیدلې وې، چې ستاسې لاسونه ترې تاو نشي.
تاسې به د یادې ونې په لیدلو خوښ شوي یاست؛ خو که خبر شئ چې نړۍ کې داسې ونه هم شته چې د ۲۹ بالغو وګړیو لاسونه د دایرې په شکل ترې نه تاویږي، ښايي د لیدلو تلوسه یې درسره پیدا شي.
د پنټرسټ په نوم انګلیسي ویب پاڼې د شمالي امریکا په میکسیکو کې د هغې ونې انځور خپور کړی چې د نړۍ د پلنې ونې په نوم ثبت شوې.
دغه ونه چې د مکسیکو له اوکساکا ښار نه ۹ کیلومتره لیرې په سانټا ماریا کې ده، هره اونۍ سلګونه تنه د لیدلو له پاره ورځي.
دغه ونه چې د یوې سیمه ییزې کلیسا په ودانۍ کې لګېدلې خلک یې عمر د (۱۴۰۰ ــ ۱۶۰۰) ترمنځ بولي.
لومړی فکر کېده چې دا د څو ونو مجموعه ده خو وروسته څرګنده شوه چې یوه ونه ده او سور یې تر ۱۳۸ فوټونو پورې رسیږي.
د ونې لوړوالی ۱۱۶ فوټونه بلل شوی دی.
که چیرې ۳۰ تنه بالغ وګړي لاسونه سره یوځای کړي، نو ښايي له یادې ونې لاسونه تاو کړای شي.
ویل کیږي چې دغه ونه د تاریخي اثارو د ثبت نړیوالې ادارې یونیسکو په ۲۰۰۱ کال کې خپلو اسنادو کې ثبت کړې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button