خرقه شريفه؛ تاريخ، شکل او نوي روايات:

خرقه شريفه په کندهار کي پرته د اوښ د وړيو هغه نبوي چپنه ده چي په ۱۱۸۲هـ کال د احمدشاه بابا په امر د شاولي خان باميزي لخوا اشرف البلاد [کندهار] ته راوړل سوه. د نبوي کورنۍ په لاسونو غير منظمه ګڼدل سوې دغه چپنه دوه لنډ لستوڼي او شنه ته ورته رنګ لري چي محمد [صلی الله علیه وسلم] د رنځ، حجت الوداع او رحلت په وخت کي پر اوږو کوله.
په لومړيو کي بابا دغه چپنه پر خپلو اوږو اچول خو کله چي په لښکر واته نو ئې د يوه فرمان پر بنسټ دغه چپنه خپلو ماماخېلو ته وسپارل چي د الکوزو [یعقوب زيو] پښې په مولوي عبدالحق [د حاجي ملا شكر زوى او ملا زلال اخند لمسى] په ټبر پوري ئې تړاو لاره، نوموړې کورنۍ تر ننه پوري د خرقې پاللو ادعا لري.
د احمدشاه بابا[رح] په فرمان کي راغلي:
“خرقه.شريفه په هغه بكس كي چي ده، بايد په هغه ډول وساتل سي او خلك چي ئې زيارت كوي نو به د هغه بكس زيارت كوي او بكس به پرته د پاچا له حكم څخه نه خلاصېږي.”.
نوموړې خرقه په بېلابېلو وختونو کي له يمن څخه، حرا غار، بيا بغداد، بيا سمرقند او بيا بخارا ته ولېږل سوه، په ورستي ځل احمدشاه بابا هند ته د وړلو په وخت کي خرقه د بدخشان په فيض اباد کي تم کړه او وروسته ئې د شپږو زرو سپرو سره وزيراعظم شاولي خان ته دنده وسپارل چي خرقه د هيواد پلازميني ته په شاندارو مراسمو ورسوي، ويل کېږي چي د فيض آباد څخه و كابل ته د خرقې شريفي د راوړلو په وخت كي او د كابل څخه و كندهار ته د خرقې مباركي بكس به ئې د اوښ پر شا كښېښود او د درېدو په وخت كي چي به هر مزل ته ورسېدل، پر يوه پاك او نوي فرش چي مخكي به نه وو كارول سوى، پر يوه لوړه سيمه به ورته اوار كړه سو او پر راكښته به ئې كړه، او ډېري پيسې به ئې ورته نذر، صدقه او پر خلكو ووېشلې. هغه اوښ چي خرقه به ئې تر مزله ورسوله، په غاړه به ئې فرمان ور وځړاوه چي پر ليکل سوي به وه:
“پر دې اوښ باندي د رسول اكرم مباركه خرقه لېږدول سوې ده، هيڅوك حق نه لري چي بار پر يوسي او يا پر سپور سي، دا اوښ نور د چوپړ څخه آزاد دئ، او هر څوك دې ساتنه او پالنه وكړي”.
کندهار مېشتي سيف لودين د خرقې شريفي په اړه پخپله کوټلې ليکني کي د خرقې معنا داسي ليکي:
“١—خرقه: په پښتو سيند کي د خرقې معنى چپنه يا يو ډول پوښاک چه پر کالو سربېره اغوستل کيږي راغلى دى.
٢—چوخه: په اردو فيروز الغات نومي سيند کي د چوخې معنى‌ يو ډول پرانيستى کوټ دى چه لستوڼي نلري راغلي دي.
٣—جبه: په پښتو تشريحي سيند کي د يو ډول پشمي يا وړينه چپنې په معنى راغلي ده.
۴—مرقع: غياث الغات وايي چه خرقه د زير په تلفظ او درلودلو سره څيري او گنډلي جامې ته وايي په فرهنگ البسه مسلمانان نومي اثر کي بيا راغلي دي چه مرقع يو ډول جامې دي چه په ختيځ کي يې زياتره فقيران او صوفيان اغوندي…”.
احمدشاه بابا په خپله دوره کي د خرقې شريفي د پآره يوه ستره ګومبته جوړه کړه او خرقه شريفه ئې پکښي کښېښول او وصيت کي ئې وويل چي که مړ سوم، د همدې ګومبتي په لاندي ځای کي ښخ سم، خو د بابا په وفات او هلته ښخېدو افغان مشرانو تېمورشاه بابا ته مشهوره ورکړه چي خرقې شريفي ته بايد بله وداني جوړه سي، ځکه چي بيا به هر باچا ځان همدلته ښخوي، همداسي وسول او د خرقې زړه وداني اوسنۍ د بابا مقبره [د احمدشاه بابا زيارت، کندهار] پاته سوه او خرقې شريفې ته د تېمورشاه په دوره کي بله وداني [اوسنۍ وداني]جوړه سوه او د شاه امان الله اکا سردار نصرالله خان په خپل شخصي لګښت د خرقي شريفي وداني ته د سپينو زرو پنجره کړه چي تر اوسه پکښي ولاړه ده او د تېر دولت په وخت کي د دولتي چارواکو په همکاري کندهار کي د آيران کونسلګرۍ وړل خو د کندهاريانو لخوا ئې مخ ونيول سو او له ايران کونسلګرۍ/سفارت څخه بيا تر اوسه چا پوښتنه نه ده کړې 🙁
د خرقې شريفي مخ ته يو پلنه ډپره هم پرته ده چي روايت کېږي چي کله ګوډ تېمور ايران او شام/عراق فتح کړل نو خرقه مطهره يي ثمرقند ته راوړه چي کابو ۸۶ کاله خرقه مطهره په همدي ډبرې پرته وه.
چي همدا ډبره بيا په ۱۱۸۲ ھ ق کال کي د لوي امپراتور احمدشاه بابا په امر په فيل را بار او کندهار ښار ته راوړل سوه.
په معاصره دوره کي خرقه په لومړي ځل امير امان الله هغه وخت راوايستل چي د سقاو راتلو وروسته چي کندهار ته راغلی، ۱۹۲۹ع کال د فبرورۍ پر اوومه کندهار ښار کي جارچيانو د ډولونو په وسيله کوڅو کي اعلانونه کوله چي له سبا د جمعې له لمانځه وروسته امان الله له خلګو سره مهمي خبري کوي او خرقه راباسي. د جمعې په ورځ کندهاريان چي پټ مخي ښځي هم پکښي وې، د جمعې لمانځه ادا کولو په نيت شاهي جوماعت ته ولاړل، او د ښار اټکل ټول مخور او مذهبي مشرانو ګډون وکړ، امان الله چي خرقه ئې په لاس کي وه؛ وويل:
” …د دښمن پر ضد لښکر تياروي او که اړتيا پېښه سي په سر کي به ئې زه روان يم… افغانستان د دوو قوي هيوادو په لومه کي ايسار دئ او که يوه متحد مخکښ غورځنګ ونه لري له منځه به ولاړ سي…”.
وروسته بيا په ظاهر شاهي کي چي د [اوبا/وبا] ناروغي په افغانستان کي ډېر تاوانونه واړول، د محمد ظاهر شاه لخوا راوايستل سوه.
د ۱۹۹۶ع کال د اپرېل پر ۴مه[۱۳۷۵/وری/ ۱۶مه] د طالبانو مشر ملا محمد عـمــر مــجاهد په کندهار کي د خرقې پر بام په داسي حال کي اولس او اټکل يو نيم زر علماوو او ملايانو ته وينا وکړه چي په خرقه کي ئې ځان پوښلی وو.
ملا محمد عـــمر مجاهد د خرقې د زيارت دباندي دا چپنه چي په صندق کي کولپ وه راوايسته او د کندهار زرګونو ښاريانو ته ئې وښوول.[ويډيو کامنټ کي…] همدلته د ملا صیب پلويانو نوموړي ته د اميرالمـومنين لقب ورکړ، أميرالـــمؤمنيـن, [د ايمان لرونکو امير يا قومندان].
عوامي اوازې داسي وې چي هر هغه څوک چي خرقه د خپل صندق څخه راوباسي نو هغه به د هيواد باچا وي. دې خبري هغه وخت لا زور واخيست چي تر همدغي پېښي وروسته ډېر ژر په ١٩٩٦ ع کال کابل د ملا محمد عمــــر مجاهد د ملګریو له خوا ونيول سو.

لیکنه: سردارولي پښتونزوی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولئ
Close
Back to top button
%d bloggers like this: